د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

چارواکي: د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي د بدخشان د اتو ولسوالیو امنیت ګواښي


ارشیف، د بدخشان مایمی ولسوالۍ
ارشیف، د بدخشان مایمی ولسوالۍ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د څېړنو پر اساس په افغانستان کې په سلو کې نږدې اته تولید شوي نشه‌يي مواد د دې هېواد له شمالي پولو څخه بهر ته قاچاق کېږي.

دغه وزارت وايي، یوازې سږ کال افغان ځواکونو د بدخشان ولایت په هغو سرحدي سیمو کې ۱۰۱ عملیات کړي چې له چین، تاجکستان او پاکستان سره ۱،۲۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د بدخشان محلي چارواکي د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو فعالیت امنیت ته ګواښ بولي.

د بدخشان ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدیر نثار جهانګیر ازادي راډیو ته وویل، د قاچاق کوونکو د تګ راتګ ډېری سیمې د وسله‌والو مخالفینو تر نفوذ لاندې دي.

ښاغلی جهانګیر زیاتوي: "د خواهان او کوف‌اب په شان د ځینو ولسوالیو ډېری سیمې د دولت د وسله‌والو مخالفینو تر واک لاندې دي چې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو ملاتړ کوي. د دولت وسله‌وال مخالفین له قاچاق کوونکو سره ګډ فعالیت کوي او ډېری نشه‌يي مواد په هغو سیمو کې انتقال او بهر ته قاچاق کېږي چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو تر واک لاندې دي."

ارشیف، د افغان ځواکونو له لوري ځیني له‌منځه وړل شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، د افغان ځواکونو له لوري ځیني له‌منځه وړل شوي نشه‌یي مواد

به روان شمسي کال کې افغان ځواکونو د بدخشان ولایت په سرحدي ولسوالیو کې ۴۵۳ کیلو ګرامه تریاک، ۷۳ کیلو ګرامه هیروئین، ۱۵۵ کیلو ګرامه چرس له ۱۷ قاچاق کوونکو سره یوځای نیولي دي.

د ۱۳۹۹ کال په لومړیو کې، وروسته له هغه چې د تاجکستان یو سرحدي قوماندان د افغانستان پولې ته نږدې له قاچاق کوونکو سره په وسله‌واله نښته کې ووژل شو، د امریکا متحده ایالاتو د تاجکستان پولیسو د روزنې ترڅنګ، د دې هېواد د هغو سرحدي پوستو په غښتلي کولو کې هم مرسته کوي چې له نشه‌يي موادو سره مبارزه کوي.

د بدخشان ولایتي شورا غړي وايي چې د افغان ځواکونو له واک څخه بهر سیمې د نشه‌يي موادو او معدنونو د قاچاق به لارو بدلې شوي او د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره ګډ فعالیت کوي چې په دې ولایت کې امنیت ته ستر ګواښ دی.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس بشیر صمیم له سرحدي سیمو څخه د وسله‌والو مخالفینو د پاکولو غوښتنه کوي.

بدخشان کې پر ستونزمنو لارو تېرېدونکي یو شمېر افغان امنیتي ځواکونه
بدخشان کې پر ستونزمنو لارو تېرېدونکي یو شمېر افغان امنیتي ځواکونه

ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې وسله‌والو مخالفینو د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده: "د افغانستان د بدخشان ولایت او تاجکستان ترمنځ پوله ډېره پېچلې او تګ راتګ ورباندې سخت دی چې امنیتي ارګانونه په ځانګړي ډول سرحدي پولیس ورته رسیدګي نه‌شي کولای، ځکه نو دا سیمې قاچاقو او غیر قانوني فعالیتونو ته مناسبې دي. په دې سیمو کې بهرني ترهګر او طالبان هم له یو بل سره ګډ فعالیتونه کوي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

بدخشان د افغانستان یو له هغو ۲۲ ولایتونو څخه دی چې د احصائیې او معلوماتو ادارې د سروې پر اساس په ۱۳۹۹ کال کې په ۶،۳۹۴ هکتارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې افغان دولت یوازې ۴۰۹ هکتاره ځمکې د کوکنارو له کښتونو څخه پاکې کړې دي.

راپور: مرسلین ارسلا

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG