د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

کونړ کې بزګرانو د کوکنارو پر کروندو د میوو باغونه جوړ کړي


په کونړ کې د مالټو بڼ
په کونړ کې د مالټو بڼ

په کونړ کې بزګرانو د کوکنارو کرکېلې پرځای د مېوه لرونکو بوټو باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.

د کونړ ولایت ځیني بزګر وایي، پخوا د باغونو او کروندو د اوبو کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو، نو له همدې امله یې کوکنار کرل، ځکه کوکنار لږو اوبو ته ضرورت لري.

خو اوس په کونړ کې بزګران د لمریزي برېښنا په مرسته د کونړ له سینده خپلو کروندو ته اوبه پورته کوي او دغه ولایت کې په ډېره کمه ځمکه کوکنار کرل کېږي.

۶۰ کلن مېراجان بېلچه په لاس کې نېولې او د مالټو باغ اوبه کوي.

د هغه باغ د کونړ مرکز اسعداباد ته مخامخ جنوب لور ته، د مرورې ولسوالۍ په لاهور ډاګ کې دی.

مېراجان وایي، ځمکه يې د کونړ سیند څخه شااوخوا لس متره لوړه ده، پخوا يې اوبه نه درلودې، نو مجبور و چې داسې څه پرې وکرې چې لږې اوبه وغواړي، نو په همدې اساس يي کوکنار کرل.

په کونړ کې لمریزه برېښنا
په کونړ کې لمریزه برېښنا

اوس يې چې للمې ځمکه د لمرېزې برېښنا پر مټ د سیند له اوبو خړوبېږي، نو دوی هم د کوکنارو پرځای په کې د مالټو، ليمو او د نورو مېوو باغونه کرلې دي چې ګټه يې د کوکنارو پرتله څو ځله زیاته ده.

مېراجان زیاته کړه: "اوس مو باغونو کرلو ته مخه کړې ده. دا باغ چې په لس جرېبه ځمکه کې جوړ شوی، دوه برخې يې مالټه ده او درېیمه برخه يې ليمو ده. موږ داسې شیان کرل غواړو چې انسانانو ته يې ضرر ونه رسېږي. کوکنار نشه يي مواد دي، هغه سره ځوانان هم خرابېدل او نورو انسانانو ته يې زیان رسولو. نو په دې خاطر مو باغونه جوړ کړل او نور کوکنارو نه کرو."

دا یوازې مېراجان نه دی چې په ځپله ځمکه کوکنار نه کري، بلکې د هغه په څېر ډېر کسان شته چې د کوکنار ښه بدیل يې پیدا کړی او د ډول ډول مېوو باغونه يې جوړ کړي دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی ۶۵ کلن سید اسحاق په خپله ځمکه شفتالو کرلي:

"پخوا په دې ځمکو خلکو کوکنار کرل، اوس موږ باغونه جوړ کړي. د شفتالانو باغونه، د مالټو باغونه او د نارنجانو باغونه. رومیان پرې کرو، دا سږکال ترې هر دهقان له شلو، تر دېرش لکه روپۍ برابرې کړي دي."

د مالتو حاصلات
د مالتو حاصلات

په کونړ کې حکومتي مسولین وايي، دوی بزګرو ته د باغونو د ګټو او د کوکنارو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ، بزګرانو سره د سلګونو باغونو په جوړولو کې مرسته هم کړې ده.

د کرنې او مالدارۍ ریاست کې د کرنېزو چارو مسول نحیب الله عادل ازادي راډیو ته وویل: "د کرنې ریاست په هلو ځلو چې دلته يې د لوړ عاید لرونکي نباتات رواج کړي دي، دلته يې باغونه سبزیجات او ګرین هاوسونه رواج کړي دي. نو دې سره د کوکنارو کرکېله صفر ته نږدې شوې او که د یاد ریاست کارونه همداسې دوام وکړي، نو په کونړ کې به د کوکنارو کرل صفر شي."

په کونړ کې په داسې حال کې خلکو د کوکنارو کرکېلې ته نه ویلي او پر ځای يې د بېلابېلو میوو باغونه جوړ کړي چې اوس هم د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د کوکنارو کرکېله او د تاریاکو سودا ګري دوام لري.

ددې راپور غږیزه بڼه هم اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

XS
SM
MD
LG