د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

سټولټنبرګ: له افغانستانه د ناټو پر وتلو پرېکړه ونه شوه، افغان ځواکونه تمویلوو


آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
آرشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ناټو د دفاع د وزیرانو د پرونۍ (پنجشنبه-د سلواغې ۳۰مه) انلاین غونډې بحثونه تر ډېره د افغانستان پر وضعیت متمرکز وو، خو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په برخه کې هېڅ راز پرېکړه ونه شوه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه مازیګر د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د افغانستان له وضعیت سره تړلې موضوع ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ زیاته کړه: "د دفاع وزیرانو د افغانستان په اړه مفصل بحثونه وکړل. موږ له ډېرو ستونزو سره لاس ګرېوان یو او پرېکړې ډېرې اسانه هم نه دي. په افغانستان کې د پوځي حضور د راتلونکي په اړه مو وروستۍ پرېکړه ونه کړه، خو د مې د لومړۍ نېټې د مهلت له را رسېدو سره به د ناټو متحدان په راتلونکو اونیو کې خپلو سلامشورو او همغږۍ ته دوام ورکړي. موږ به د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمن پاتې شو. موږ به د افغانستان زړورو امنیتي ځواکونه وروزو او تمویل به یې کړو."

د ناټو دفاع وزیران دا غونډه داسې مهال وکړه چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره د امریکا او طالبانو د موافقې بیا کتنه کوي، څو مالومه کړي چې طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره د بامفهومه خبرو پر ژمنو عمل کړی او که نه؟

د دې موافقې له مخې چې تېر کال همدا شپې ورځې په دوحه کې لاسلیک شوه، ټول نړیوال ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې پورې د طالبانو له خوا له القاعده او نورو تروریستی ډلو سره د اړیکو د پرې کولو او نورو امنیتي ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه وځي.

د امریکا دفاع وزارت په دې وروستیو کې وویل چې طالبانو د دوحې د موافقې په اساس خپلې ژمنې نه دي پرځای کړي.

د ناټو عمومي منشي هم په خپلو پرونیو څرګندونو کې بیا پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې ژمنې عملي کړي.

د امریکا او طالبانو هوکړه تېر کال همدا شپې ورځې په دوحه کې لاسلیک شوه
د امریکا او طالبانو هوکړه تېر کال همدا شپې ورځې په دوحه کې لاسلیک شوه

نوموړي وویل: "د سولې خبرې په نازک حالت کې دي او هسې چې موږ تمه درلوده زیات پرمختګ په کې ونه شو. موږ د تاوتریخوالي د زیاتېدو له کبله ډېر اندېښمن یو، نو طالبانو ته مو پیغام دا دی چې تاوتریخوالی کم کړي، په ښه نیت مذاکرات وکړي او ډاډ ورکړي چې له تروریستي ډلو سره خپله ټوله همکاري بندوي."

طالبانو له دې مخکې ویلي چې له امریکا سره د موافقې پر اساس یې عمل کړی او له تروریستي ډلو سره اړیکي نه پالي.

د دې موافقې یوه بله غوښتنه بین الافغاني خبرو ته د طالبانو کېناستل و.

دا مذاکرات تېر کال د سېپټمبر په ۱۲ مه په دوحه کې پیل شول او دوهمه مرحله یې د جنوري په لومړیو کې له درې اونیزې وقفې وروسته پیل شوه، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو ګردسره غونډه نه ده کړې.

په ترکمنستان کې د طالب ډلې پلاوی
په ترکمنستان کې د طالب ډلې پلاوی

ناټو په افغانستان کې د پوځي ماموریت په دوام په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت مشري په غاړه واخېسته چې په ترڅ کې یې د ناټو شاوخوا لس زره پوځیان افغان امنیتي دفاعي ځواکونه روزي، سلامشورې ورکوي او ملاتړ یې کوي.

امریکا له طالبانو سره د موافقې پر بنسټ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر په تېره جنوري میاشت کې دوه نیم زرو ته را کم کړ.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG