د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

افغان چارواکي: د لوړو زده کړو په مرکزونو کې د ښځو شمېر لوړېږي


د کابل پوهنتون محصلین. ار
د کابل پوهنتون محصلین. ار

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وایي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د لوړو زده کړو برخه کې د ښځو شمېر ۵۰ سلنې ته ورسېږي.

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وايي، د خپل نوي میکانیزم پر بنسټ به تر راتلونکو پنځو کلونو به د لوړو زده کړو په برخه کې د ښځو شمېر له دېرش سلنې پنځوس سلنې ته لوړ کړي.

د دې وزارت وزیر عباس بصیر د شنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "موږ په اوسنيو شرایطو کې په دولتي پوهنتونونو کې ۳۰ سلنه او خصوصي پوهنتونونو کې ۲۵ سلنه محصلینې لرو. په ټوله کې ۱۵ سلنه استادانې لرو او همدا شان د وزارت په ادارې برخه کې ۱۳ سلنه ښځینه کار کوي."

د دې وزارت مرستیال ویاند، حنیف فرزان ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دا میکانیزم چې پر بنسټ به یې د لوړو زده کړو برخه کې د ښځو شمېر ۵۰ سلنې ته لوړ شي تر اوسه نه دی بشپړ شوی خو هڅه روانه ده چې په ۱۴۰۵ زیږدیز کال کې یاد وزارت خپلې موخې ته ورسېږي.

ښاغلی فرزان که څه هم د دې میکانیزم د جزییاتو په اړه څه نه وايي، خو په خبره يې په مسوده یې کار روان دي.

د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال، له هېواد څخه بهر هم نږدې ۱۵ زره کسان د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه زده کړې کوي چې یوه برخه یې ښځې دي.

د کابل پوهنتون انګړ. ارشيف
د کابل پوهنتون انګړ. ارشيف

په ورته وخت کې د پوهنتون استاده ظریفه فیضي وايي، په اوس وخت کې د ښځو د لوړو زده کړو پر وړاندې د ټولنیزو ستونزو ترڅنګ، اقتصادي ستونزې او د امنیت نشتون لوی خنډونه دي.

هغه زياتوي: "نه یوازې ښځې بلکې سړي هم د دغو ستونزو له امله نه شي کولی پوهنتونونو ته لار پیدا کړي او یا خپل درسونه پر مخ یوسي. زما په اند که دولت وکولی شي د خلکو امنیتي او اقتصادي ستونزې حل کړي نو کولی شي خپله وړاندوینه عملي کړي او موږ به پوهنتنونو کې د نجونو د شمېر د لوړېدو شاهدان واوسو."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې یاد سکټور کې د نجونو د شمېر د ډېرېدو خبره کوي، چې لا هم په افغانستان کې لومړنيو او لوړو زده کړو ته د نجونو او ښځو نه لاسرسی لويه او عمده ستوتزه ګڼل کېږي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې له دې ډلې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG