د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

په ښوونځيو کې د نجونو رویباري


یو شمېر کورنۍ چې غواړي خپلو زامنو ته ښځه وکړي، نو د نجونو لیدو لپاره ان د هغوی ښوونځي ته ورځي.  
یو شمېر کورنۍ چې غواړي خپلو زامنو ته ښځه وکړي، نو د نجونو لیدو لپاره ان د هغوی ښوونځي ته ورځي.  

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې تر ډېرو لیدنو او خبرو وروسته د کورنیو ترمنځ خپلوي کېږي، خو اوس د دغې رابطې جوړولو کې یو نوی اړخ هم ورزیات شوی.

ښوونځی د زده‌کړې ځای دی، خو ډېرې نجونې یې د خپل ژوند د ملګري کور ته هم لېږلې دي.

یو شمېر کورنۍ چې غواړي خپلو زامنو ته ښځه وکړي، نو د نجونو لیدو لپاره ان د هغوی ښوونځي ته ورځي.

ښوونځي د هوسۍ ژوند هم بدل کړ.

هغه چې کله په کابل کې د مریم عالي لېسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکې وه، یوه مېرمن‌یې د لیدو لپاره ښوونځي ته ورغله.

هغه زیاتوي: "زما د ټولګیوالې خپلوان ټولګي ته راغلل، زه‌یې ولیدم، لومړی ځل زما لیدو ته اندرور مې راغلې وه بیا کور ته راغلل، زه لا ۱۲م ټولګي کې وم، وړه نجلۍ وم، دا مسئله مې خپل کور ته پرېښوده څو خپل نظریات ورکړي."

د ډېرو نجونو هیله دا ده چې لوړې زده‌کړې وکړي، خو واده او ګډ ژوند له ډېرو پوهنتون ته د تګ فرصت اخیستی.

هوسۍ که څه هم واده وکړ، خو خوشبخته وه چې زده‌کړو ته‌یې هم دوام ورکړ.

د هغې له واده اوس دوه کاله تېرېږي، د یوه خصوصي پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو محصله او د عدنان په نوم د یو زوی مور ده.

هغه وايي، ګډ ژوند کې ډېره خوشحاله ده.

نوموړې زیاتوي: "په شخصي ژوند کې ډېره زیاته خوشحاله یم، د ژوند ملګری مې یو تحصیل کړی ځوان دی، موږ یو ارامه او خوشحاله ژوند لرو یعنې زه له خپل ګډ ژوند څخه ډېره راضي یم، کومه تجربه چې زه لرم دا یو نېک ګام دی، ځکه لومړي قدم کې له ښوونکو پوښتنه کېږي ځکه که یو څوک د نجلۍ له ګاونډيانو پوښتنه کوي تر هغه ښه ده چې له ټولګیوالو وشي."

له بلې‌خوا بیا یو شمېر ښوونکي په ښوونځيو کې د نجونو کتل یو ناوړه دود یادوي او وايي، دا د زده‌کړې په بهیر ناوړه اغېز کوي.

ښوونکې شکریه وویل: "زه اوس هم شاهده یم چې یو شمېر کورنۍ ښوونځيو ته راځي او که بیا نجلۍ یې خوښه شوه، نو کور ورته پیدا کوي، خو یو شمېر دغه نجونو قانوني عمر نه‌دی پوره کړی او په هېڅ هم نه‌پوهېږي."

سیلۍ بیا د کابل د رابعې بلخي د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې ده او وايي، ډېر کله شاهده ده چې یو شمېر ښځې د ادارې په همکارۍ د نجونو د خوښولو لپاره په ټولګیو ګرځي.

هغه وړاندې وايي: "زما همصنفۍ وه، ډېر په وړه سن کې واده شوه، ښځې به ښوونځي ته د لیدو لپاره راغلې، دا د هغوی په فکر هم منفي اغېز کاوه، دا تر ډېره د شخصي اړیکو په اساس راتلې چې بیا وروسته‌یې ستونزې زېږولې."

خو د پوهنې وزارت بیا دا مسئله ردوي.

د دې وزارت ویاندې نوریې نزهت وویل چې د زده‌کوونکو له کورنیو پرته هېڅ‌چا ته د دې اجازه نه‌شته چې درسي ټولګیو ته ورشي.

که له یوې خوا په ښوونځيو کې د نجونو خوښول له انتقادونو سره مخ شوی، خو له بلې‌خوا د هوسۍ په څېر ډېرې نجونې له دې هرکلی کوي او دا د ګډ ژوند د پیل لپاره یو له ښو لارو ګڼي.

XS
SM
MD
LG