د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

کابل کې له مېشتو امریکايي عسکرو سره د جو بایډن ټیلیفوني خبرې؛ له خدمت مو مننه کوم


د امریکا ولسمشر جو بایډن په کابل له خپلو مېشتو امریکايي سرتېرو سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن په کابل له خپلو مېشتو امریکايي سرتېرو سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال

په داسې حال کې چې د امریکا نوی حکومت له طالبانو سره د سولې هوکړه او له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو تګ‌لاره ارزوي، ولسمشر جو بایډن په کابل کې له خپلو مېشتو عسکرو سره ټیلیفوني خبرې کړي.

بایډن له دې خبرو وروسته، په خپله ټویټرپانه په افغانستان کې امریکايي عسکرو ته په خطاب کې د هغوی له قربانیو مننه کړې.

بایډن ولیکل "په کابل او USS Nimitz جنګي بېړۍ کې د خپلو ځواکونو له خدمت کولو مننه کوم. موږ د هغه چا له قربانیو منندوی یوو چې زموږ د خوندیتوب لپاره‌یې ورکوي." د ولسمشر بایډن له ټویټ وروسته، د امریکا دفاع وزیر جنرال لویډ استین له خپلو عسکرو سره د امریکا ولسمشر له ټیلیفوني خبرو هرکلی وکړ.

جو بایډن داسې مهال کابل کې له دېره امریکايي عسکرو سره غږېږي چې تازه د امریکا د سنا جرګې جمهوري غوښتونکي غړي لېندسي ګراهام په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو خبره کړې ده.

ښاغلي ګراهام اېن‌بي‌سي ټلوېزیون ته ویلي، دی د هغه څه په اړه چې ولسمشر بایډن‌یې د افغانستان لپاره وړاندیز کوي، خوښ دی.

لېندسي ګراهام زیاته کړې، دوی هوډ لري چې په افغانستان کې خپل عسکر وضعیت او شرایطو ته په کتو وساتي.

ښاغلی ګراهام زیاتوي: "زه فکر کوم، موږ به ونه‌شو کولای چې په مې میاشت کې له افغانستان ووځو.‌ موږ به هغه مهال ووځو چې وضعيت ښه شي. طالبان دوکه کوي، دوی شرطونه نه‌دي مراعت کړي. نو پر همدې بنسټ، هغه کار چې وزیر بلېنکن او ولسمشر بایډن کوي، زه ورسره موافق یم."

امریکايي سناتور لېندسي ګراهام
امریکايي سناتور لېندسي ګراهام

له دې وړاندې د امریکا د سنا جرګې له‌خوا د افغانستان د وضعیت څېړونکې ډلې په خپله راپور کې هم، له افغانستانه د امریکايی عسکرو د ایستلو موضوع په وضعیت پورې تړلې مسئله بللې وه.

خو طالبان بیا وایي، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پاتې کېدل، د جګړې دوام ته زمینه برابروي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، که د دوحې هوکړه عملي نه‌شي، دوهمه لار جګړه ده.

خو د افغانستان حکومت د بهرنیو عسکرو وتل او پاتې کېدل د هغوی پرېکړه بولي او زیاتوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس‌مهال د خپلې ټولې خاورې او خلکو د ساتنې مسؤلیت پر غاړه لري.

خو له امریکا سره د طالبانو پر هوکړه او په دې برخه کې د ډونالد ټرمپ په حکومت نیوکې پر خپل ځای دي.

تازه د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح بي‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ټرمپ د ادارې له‌خوا د افغان حکومت څنډې ته کول، تېروتنه وه.

ارشیف، د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
ارشیف، د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

ښاغلی صالح زیاتوي: "هغه مهال چې متحده ایالاتو موږ څنډې ته کړو او نېغ په نېغه‌یې طالبانو سره خبرې پیل کړې، دا زما لپاره حیرانوونکې وه، خو دا د طالبانو لپاره یو زېری و چې څه روان دي. ما د دې کار فکر هم نه‌و کړی، زما په اند دا یوه تېروتنه وه."

ښاغلي صالح په دې مرکه کې د امریکا د مخکېني حکومت پر هغه سیاست هم نیوکه کړې چې له خپلو متحدانو سره‌یې په ډېر بې‌باکه ډول مخته وړه.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال د جو بایډن په مشرۍ د امریکا له نوي حکومت غوښتنه کوي چې په نړۍ او له خپلو متحدانو سره خپلې ګټې تعریف کړي، ځکه که امریکا له دې اړیکو وروسته پاتې کېږي، دا به په ټوله نړۍ کې د یوې زلزلې په معنی وي.

XS
SM
MD
LG