د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

برما کې مظاهرې؛ یانګون او ماندالې کې زرګونه نورکسان له مظاهرو سره یوځای شول


برما کې مظاهرې
برما کې مظاهرې

د برما (میانمار) په یانګون او ماندالې ښارونو کې زرګونه نور کسان نن د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ له هغو مظاهره کوونکو سره یوځای شول چې د پوځ د کودتا په اعتراض راوتلي دي.

مظاهره چیانو تر یوې لانجمنې ورځې وروسته بیا هم د پوځ له خوا د جوړو شوېو خنډونو پر وړاندې مقاومت وکړ.

نن پنځمه ورځ ده چې د پلازمېنې په ګډون په څو ښارونو کې خلک خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

یوه ورځ دمخه د پولیسو له خوا د مظاهره چیانو د خورولو هڅو په ترڅ کې د خلکو د ژوبلېدو راپورونه ورکړل شو او لسګونه کسان نیول شوي هم دي.

د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د مظاهره چیانو پر وړاندې د زور زیاتي کارول غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) په واشنګټن کې په دې اړه وویل: "موږ د مظاهره چیانو پر وړاندې زور زیاتی په کلکه غندو. د برما ټول وګړي د بیان د ازادۍ، غوښتنو او د سوله ییزو اعتراضونو لپاره د راټولېدو حق لري. موږ له پوځه بیا غواړو چې ځواک یوې خوا ته کړي، په ډیموکراټیک ډول منتخب حکومت بېرته راولي، نیول شوي کسان خوشې کړي، پر مخابراتي اړیکو بندیزونه لېرې کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي."

د برما (میانمار) پوځ د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د دې هېواد د مشري انګ سان سوچي پر رژیم کودتا وکړه، ملکي حکومت یې لغو او سان سوچي یې ونیوله.

XS
SM
MD
LG