د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

میانمار کې پوځي کودتا؛ انګ سان سوچي او یو شمېر نور سیاستوال نیول شوي


د میانمار مشره ان سانګ سوچي
د میانمار مشره ان سانګ سوچي

په میانمار کې "پیاوړي" پوځ کودتا کړې او د حکومت برحاله مشره انګ سان سوچي او د حاکم ګوند یو شمېر نور مهم غړي یې نیولي دي.

د پوځ اړوند میاودي (Myawaddy) ټلوېزیون اعلان کړی چې د یوه کال لپاره بېړنی حالت اعلان شوی تر څو د ټاکنو له ناندریز وضعیت وروسته بېرته دغه هېواد ثبات ته ورسوي.

پر دغه ټلوېزیون یوه بیان کې ښکاري چې مینټ سوي (Myint Swe) د سرپرست ولسمشر په توګه اعلان شوی دی.

سوي پخوانی جنرال او د ولسمشر مرستیال هم پاته شوی دی.

په بیان کې راغلي د میانمار د اساسي قانون، ادارې او قضائیه قوې واک د پوځ مشر انګ هلېنګ ته سپارل شوی دی.

دا اعلان له هغه څو ساعته وروسته وشو چې پوځ د حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د حاکم ګوند یو شمېر نور چارواکي ونیول.

میانمار کې ټاکنې
میانمار کې ټاکنې

امریکا، استرالیا او یو شمېر نورو چارواکو ویلي چې پر کودتا او د ملکي حکومت د مشرې پر نیولو بوږنېدلي دي.

دا کودتا وروسته تر هغه وشوه چې وروستیو ورځو کې د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې وې.

ناندرۍ د نومبر میاشتې د ټاکنو په اړه وې، هغو ټاکنو کې د سوچي ګوند په پراخ ډول بریالی شو، خو پوځ وایي ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

ټاکل شوې وه چې له دغو ټاکنو وروسته نن (د فبرورۍ په لومړۍ نېټه) پارلمان لومړنۍ غونډه وکړي.

د میانمار نیول شوې مشره انګ سان سوچي چې د نوبل جایزې ګټونکې هم ده، د نړۍ په کچه پېژندل شوې مېرمن ده.

د نوموړې شهرت هغه مهال تر پوښتنې لاندې راغی چې ۲۰۱۷ کال کې سلګونه زره روهینګیایي مسلمانان د دغه هېواد د پوځ په عملیاتو کې بې‌ځایه او زرګونه تنه‌یې ووژل شول.

بنګله‌دېش ته کډه شوي روهینګیايي مسلمانان
بنګله‌دېش ته کډه شوي روهینګیايي مسلمانان

د میانمار یا برما پوځ ویلي، دوی سخت دریځي کسان وژلي دي، خو د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو بیا دغه پوځ پر قومي او مذهبي تعصب تورن کړی دی.

XS
SM
MD
LG