د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

هشت صبح: د جګړې د غځولو پر ځای د سولې هڅې وکړئ


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې وړاندیز کړی چې د جګړې د غځولو پر ځای د سولې هڅې وکړئ.

وړاندې راغلي د امریکا د نوي حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د هوکړې د بیا ارزولو له اعلان وروسته وسله‌والو طالبانو هم د جګړې د زیاتېدو ګواښ کړی او ویلي دي چې که امریکايي ځواکونه د هوکړې سره سم په ټاکلې نېټه له افغانستانه لاړ نه‌شي، نو دوی به د جګړې نوی فصل پیل کړي.

ورځپاڼې لیکلي د راپورونو پر بنسټ طالبانو هم د هوکړې له مخې تر دې دمه خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي او تاوتریخوالی يې زیات کړی، دغه‌شان يې له القاعده سره د اړیکو د نه‌پرې کولو په اړه لا هم راپورونه موجود دي.

لیکوال لیکي همدې هر څه ته په کتو فکر کېږي چې ښايي د امریکا نوی حکومت په افغانستان کې د امریکايي عسکرو مأموریت وغځوي.

ورځپاڼې لیکلي طالبانو هم دا مسئله درک کړې ځکه، خو له افغان حکومت سره د سولې د مذاکراتو دوهم پړاو ته نه‌دي حاضر شوي او د مذاکرې مېز ته د ناستې پر ځای يې د سیمې سفرونه پیل کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي که څه هم افغان حکومت نوې اوضاع ته په کتو جګړې ته د تیاری خبره کوي، خو د لیکوال په خبره حکومت د دې ترڅنګ چې د خپلو خلکو او د خاورې د ساتنې مسؤلیت لري د سولې راوستل‌يې هم ستر مسؤلیت بلل کېږي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې په تېره میاشت کې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې جګړې دوام درلود، او د شمېرو له مخې نږدې ۱،۵۰۰ طالبان په‌کې وژل شوي دي، دغه‌شان طالبانو هم امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو خبرونه خپاره کړي دي.

لیکوال وړاندیز کړی او لیکلي دي چې د جګړې درنې بیې ته په کتو چې دواړه لوري يې پرې کوي، افغان حکومت د یو مسؤل دولت او طالبان هم د یوه لوري په توګه باید د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي او خلکو ته دا فکر ورنه‌کړي چې ګوندې د سولې کیسه ختمېدونکې ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم د سولې خبرو ته په اشارې لیکلي دي چې افغان حکومت د سولې د خبرو له بندېدو او د موقت حکومت د بحثونو له ګرمېدو وروسته اوس په کور دننه د سیاسي اجماع د رامنځته کېدو هڅه کوي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي دا داسې حالت دی لکه یو څوک چې د اختر له تېرېدو وروسته په لاسونو نکریزې ږدي.

وړاندې راغلي حکومت باید دا هڅه ډېره وخته کړې وای او ټولې سیاسي څېرې چې په حکومت کې برخه نه‌وه ورکړل شوې رایوځای کړې وای او د روانو مسایلو په اړه‌يې ورسره سلاح مشورې کړې وای.

لیکوال لیکلي که څه هم اوس د حکومت دا هڅه ډېره ښه پایله نه‌ورکوي، خو دا پر ځای اقدام بولي او لیکي چې باید د جمهوریت د دفاع لپاره ټول اړخونه د یو چتر لاندې راټول شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، وسله‌وال طالبان هم باید په دې پوه شي چې که دوی فکر کوي چې بریا ته نږدې شوي نو دا يې غلط تعبیر دی، که خلک‌يې په وړاندې راپورته شي، نو د واک خیال به بیا ټول عمر پوره نه‌شي.

لیکوال وړاندیز کړی چې د جهوریت ساتل د حکومت تاریخي وجیبه ده، خو جمهوریت د ولسمشر غني په واک کې پاتې کېدل نه‌دي، بلکې د نظام ساتل تر هر څه مهم دي.

  • هېواد

هيواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې په بېلابېلو پلمو فشارونه د څه لپاره؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې په افغانستان کې د سولې راوستو او يا هم د پرمختيايي چارو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت هڅې روښانه دي او دا هڅې د افغانانو د دغه نظام تر ټولو ستر لومړيتوب دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې نړیواله ټولنه هم د افغان حکومت ملاتړ کوي او دوی ته د جمهوري نظام ساتل تر ټولو اړین دي ځکه د لیکوال په باور له جمهوري نظام پرته بل نظام نه د ولس په درد خوړلی شي او نه هم د نړيوالې ټولنې لپاره د منلو دی!

لیکوال لیکي په دې حالاتو کې چې وسله‌وال مخالفین هر څومره فشارونه راوړي، خو بیا هم خلک د جمهوریت له دفاع نه‌اوړي او د دوی په وړاندې به ولاړ وي.

په پاې کې لیکوال وړاندیز کړی چې ولس بايد د ملي يووالي ليکې پياوړې کړي او خپل اولادونه له وسله‌وال مخالفته راوکرځوي.

XS
SM
MD
LG