د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

افغان چارواکي: راتلونکو څلورو ټاکنو ته پوره چمتوالی شته


د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د رایې اچونې يو انځور. 2019
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د رایې اچونې يو انځور. 2019

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی راتلونکو څلورو ټاکنو ته پوره چمتوالی لري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو څلورو ټاکنو لپاره خپل چمتوالی وښود.

د دې کمېسیون چارواکو په کابل کې د شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال د ټولو عملیاتي پلانونو د چمتو کېدو خبر ورکړ.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وويل: "موږ د راتلونکو انتخاباتو لپاره هغه که د ولسوالیو شوراګانو، ولایتي شورا ګانو، ښاروالیو او د غزني ولایت انتخابات وي پوره چمتوالی لرو او ورسره موږ د راتلونکي انتخاباتو د قانون طرحه هم تعدیل لپاره په خپل ويبسايټ کې خپره کې کړې تر څو په اړه يې د خلکو نظرونه راټول کړو."

حوا علم نورستانۍ
حوا علم نورستانۍ

د اغلې نورستانۍ په خبره، لا هم امنیتي ستونزې یوه جدي مسئله ده خو په دې اړه له اړوندو ادارو سره همغږي شوې.

په غزني ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د حوزوي کېدو په خاطر ځنډول شوې وې، ټاکل شوې وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ‍۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست ټاکنو سره د غزني ولایت انتخابات هم ترسره کړي خو د ځینو ستونزو له امله بیا ځنډېدلي.

خو په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ مشر نعیم اضغري وايي، اوس وخت دغو ټولو انتخاباتو ته چمتوالی ناشونی دی.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د انتخابانو خپلواک کمېسیون چې کوم اعلان کړی د اوس لپاره دغه کار ډير ناممکنه دی، د دې لپاره چې موږ لومړي امنیت ته اړتیا لرو، کابل چې د افغانستان پلازمېنه ده امنیت په کې نه شته نو ولایتونو کې به امنیت څنګه وي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو دغه شان د سیګار راپور ته په اشاره سره د ياد راپور د ځینو برخو هرکلی هم وکړ.

سیګار چې تېره اونۍ د افغانستان د انتخاباتو په اړه یو راپور خپور کړی و د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنو هغو اړخونو ته يې په کې اشاره کړې وه چې د سيګار په خبره امریکا ته یې د انتخاباتو په برخه کې اته درسونه وروښودل.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د نړېوالو د مرستې په مصرف کې له احتیاط څخه کار اخیستي او ډېری پام یې د ټاکنو په تخنیکي اړخ کړی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د دې راپور له ځینو برخو هرکلی کوي چې د دې راپور په نورو برخو کې د کمېسیون د کړونو په یو شمېر اړخونو بيا نیوکې هم شوې وې لکه مديريتي صعف او د رايو ورکونکو په نوملړونو کې د نومونو نه متظم والی.

XS
SM
MD
LG