د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د افغانستان د انتخاباتو د قانون د تعدیل په اړه نظر پوښتنې پیل شوي


ارشیف، د رایو بېا شمېره
ارشیف، د رایو بېا شمېره

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې ټاکنو کې د تېرو ستونزو د مخنیوي لپاره یې د انتخاباتو په قانون کې د تعدیل راوستلو هلې ځلې پیل کړي.

د دې هېواد انتخاباتي کمېسیونونو د چهارشنبې (د سلواغې ۱مه) په ورځ د همدې هدف لپاره د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو له استازو څخه نظر غوښتنه پیل کړه.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت‎الله مل د دې غونډې په پیل کې وویل چې د انتخاباتو قانون باید هر اړخیز او ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت‎الله مل
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت‎الله مل

نوموړي زیاته کړه: " د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هیله لري چې د نظرغوښتنې له غونډو وروسته د انتخاباتو د قانون نوې مسوده چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي رامنځته شي. دغه شان دا قانون د اوسني عصر او ولسواکۍ پروسې له اړتیاوو سره برابر وي. "

د افغانستان د انتخاباتو اوسنی جوړښت د ولسمشر د تقنیني فرمان پر بنسټ رامنځته شوی، خو ویل شوي چې دا جوړښت جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

له دې مخکې سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو څارونکو بنسټونو ویلي چې د انتخاباتو قانون باید تعدیل او د دې هېواد انتخاباتي سیسټم هم باید اصلاح شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې (فیفا) رئیس محمد نعیم اصغري ازادي راډیو ته وویل چې د دې هېواد اوسنی سیسټم ستونزې لري او باید په کې پراخ بدلون رامنځته شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي وایي چې د افغانستان د انتخاباتو په اوسني قانون کې لسګونه موارده تعدیلاتو ته اړتیا لري: "مهم مسایل څو بعدي انتخابات، د ټاکنو برېښنايي کېدل، حوزه بندي، انتخاباتي جرمونه او سرغړونې، د رایه ورکوونکو لېسټ، د کاندیدانو د شمېر کمېدل او نور مسایل دي. ممکن ۴۰ مادې د تعدیل وړ وي."

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي

نوموړي وويل چې نننۍ غونډه کې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو په ۵ کمېټو کې د انتخاباتو د قانون د تعدیل په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او دا لړۍ به دغه شان دوام ومومي.

له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې ټولې ټاکنې چې افغانستان کې ترسره شوي په یوه ډول سره په کې ستونزې وي، پرې انتقادونه شوي او ان د پایلو له منلو یې انکار شوی.

د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ په سیاسي هوکړه کې هم د افغانستان د انتخاباتي سیسټم پر جدي اصلاح ټینګار شوی دی.

XS
SM
MD
LG