خبرونه
افغان امنیتي ځواکونو د کندز ښار په شاوخوا کې تصفیوي عملیات پیل کړي

چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د کندز ښار په شاوخوا کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعامالدین رحماني نن (یکشنبه) وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو د شینوارو، اندرابیانو او د شینوارو په چله مزار سیمو کې چې د ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې دي، تلاشي او تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندز ښاریان وايي، د جګړې ډزې په کورونو کې اوري او د ناامنۍ له درکه اندېښمن دي.
خو د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې د ښار شاوخوا ټول کلي به د دولت له وسلهوالو مخالفانو پاک شي.
د ده په وینا تېره شپه د لغمانیو او زرخرید په کلیو کې ۵ مشکوک طالبان له وسلو سره نیول شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر کییف د روسیې راکټي بریدونه؛ دوه تنه مړه او څه باندې ۵۰ نور ټپیان دي

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د شپې د روسیې د راکټي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن سهار، په ټیلیګرام کې لیکلي چې د دوو مړینو سربیره، په بریدونو کې ۵۴ نور ټپیان شوي دي.
کلیچکو دا هم وویل چې د استوګنې د یوې ودانۍ اوسیدونکي د کنډوالو لاندې بند پاتې دي او ودانۍ اور اخیستی دی.
روسیې تېره شپه پر اوکراین خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکړ، دقیقا څو ساعته وروسته له هغه چې چارواکو وویل د اوکراین د شخړې د حل په لور پرمختګ شوی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې، انګلستان او د اوکرایین استازو د چهارشنبې په ورځ په لندن کې سره ولیدل او په دې برخه کې یې د پرمختګ په اړه بحث وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې هغه فکر کوي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره یوې موافقې ته رسیدلی دی.
ټرمپ وویل: "زه فکر کوم چې روسیه چمتو ده. زه فکر کوم چې موږ له روسیې سره یو تړون ته رسېدلي یو. موږ باید له زیلینسکي سره یو تړون وکړو."
ټرمپ دا هم وویل چې له زیلینسکي سره هوکړې ته رسېدل تر هغه څه سخته وو چې په اړه یې فکر کېده. "ما فکر کاوه چې له زیلینسکي سره موافقې ته رسیدل به اسانه وي. خو تر اوسه دا کار ستونزمن وو، مګر زه فکر کوم چې موږ د دواړو خواوو سره موافقې ته رسیدلي یو."
بریټانیا یو افغان ځوان د قتل په تور نیولی دی.

بریټانیايي پولیسو یو افغان ځوان په جرمني کې د یوه کس د وژلو په تور نیولی دی.
دا اولس کلن افغان تورن دی چې په جرمني کې یې د فبروري په ۴ یو کس وژلی دی او بیا بریټانیا ته تللی.
جرمني چارواکو ویلي چې دغه افغان ځوان په شویرین ښار کې یو کس وژلی او لومړی فرانسې بیا بریټانیا ته تښتېدلی دی.
جرمن چارواکو له بریټانیا غوښتي چې دا تورن کس دوی ته وسپاري.
په استانبول کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۵۱ کسان ټپیان شوي

په استانبول کې د چهارشنبې ورځې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۵۱ کسان ټپیان شوي دي.
پرون د ترکیې دا لوی ښار د ۶ اعشاریه ۲ درجې په کچه یوې زوروروې زلزلې ولړزاوه.
اکثر کسان له خپلو کورونو او ودانیو د تېښتې په وخت د لوېدو یا د ډبرو او خښتو د لګېدو له امله ژوبل شوي.
په استانبول کې د فاتح سیمې لرغونې ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.
د استانبول چارواکو خلکو ته د زلزلې پر مهال د زیان د نه لیدو لارښود هم خپور کړی دی.
د ترکیې اکثر ښارونه د زلزلې په مسیرونو کې پراته دي.
تېر کال فبروري کې هم د ترکیې اکثر جنوب ختیځ ښارونه د اوه اعشاریه اتو درجې په ځواک یوې ډېرې زورورې زلزلې وران کړل.
په هغه خطرناکه زلزله کې چې څو ټکانونه یې هم درلودل لږ تر لږه ۵۵ زره کسان ووژل شول او تر یو لکو ډېر خلک ټپیان شول.
لکونه کسان بې کوره شول چې لا هم په موقتو کورونو کې اوسېږي.
خوړو نړیوال پروګرام: د افغان ستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ ملیون ډالرو ته بیړنۍ اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د روان کال تر پایه پورې له پاکستان څخه افغانستان ته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۵ ملیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د WFP د پروګرام استازې موتینتا چیموکا په یوه ویډیو کلیپ کې چې د اپریل په درویشتمه یې پر ایکسپاڼه خپور کړی دی، ویلي دي چې دا تورخم ته تللې، هغه ځای ته چې هره ورځ له دې لارې په زرګونو افغان کډوال له پاکستانه راځي.
هغې وویل چې دا هغه خلک دي، چې ډیری یې خپل ټول ژوند په پاکستان کې تیر کړی او اړ شوي چې خالي لاس بیرته راستانه شي، ځینې یې هیڅ عاید نلري، کار نلري، خواړه نلري، او د تګ لپاره هیڅ ځای نلري.
نوموړې زیاته کړه چې دلته بشري وضعیت لا دمخه خراب دی، او په هرو دریو افغانانو کې یو یې ډاډه نه دی چې بله ورځ به څه خوري.
د اغلې چیموکا په وینا دوی د کال تر پایه په بیړني ډول ۲۵ ملیون ډالرو ته اړتیا چې له پاکستانه راغلیو کډوالو سره مرسته وکړي.
استانبول زورورې زلزلې ولړزاوه

یوې زورورې زلزلې نن د ترکیې د استانبول ښار ولړزاوه.
د ترکیې حکومت ویلي دي چې دا زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه دوه وه.
په وروستیو کلونو کې دا په استانبول کې چې نژدې شپاړس میلیونه نفوس لري تر ټولو زوروره زلزله ده.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
له زلزلې سره خلکو له جګپوړیو ودانیو د واټونو او پارکونو لور ته مخه کړه.
طالبانو د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ترهګریز برید وغانده

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ترسره شوي برید د قربانیانو شمیر ته اندیښنې شته چې زیاتې به شي.
په پهلګام کې د سې شنبې په ورځ یوې ډلې وسله والو پر ګرځندویانو برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه شپږ ویشت تنه ووژل شول او یوشمیر ټپیان شول. هندي چارواکي وايي چې د یوشمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د نړۍ یوشمیر نورو چارواکو دا برید غندلی او دا یې ترورستي حمله بللې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلې دي چې داسې پيښې د سیمې امنیت او ثبات تهدیدوي.
پهلګام د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې یوه سیاحتي سیمه ده.
په دوه زره څلرویشتم کال کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته درې نیم میلیونه سیلانیان ورغلي وو.
مجاهد: یوشمیر نظامي او ملکي مامورین تنقیص شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن( د اپریل درویشتمه) وویل چې دوی په ملکي او نظامي برخو کې د مامورینو شمیر کم کړی دی.
مجاهد دا پریکړه طبیعي وبلله او د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته یې وویل چې په پوځي او ملکي برخو کې د کار د ښه کولو او د بیروکراسي د مخنیوي لپاره دا هڅې کیږي.
ښاغلي مجاهد د هغو مامورینو کره شمیرې یادې نه کړې چې تنقیص شوې دي، خو دا خبره یې وکړه چې د دغو تنقیص شویو شمیر زیات نه دی.
یوشمیر رسنیو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده امر کړی دی چې روان ۱۴۰۴ لمریز کال دې د پوهنې د وزارت نژدې نوي زره بستونه له تشکیلاتو حذف شي.
نړیوال بانک: افغانستان ۲،۵ فیصده اقتصادي وده کړې

نړیوال بانک نن په یوه راپور کې وویل چې د دوه زره څلرویشتم او پنځه ویشتم مالي کلونو په ترڅ کې افغانستان دوه اعشاریه پنځه فیصده اقتصادي وده کړې ده.
نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې د دوه زره پنځه ویشتم او شپږ ویشتم کلونو په ترڅ کې به دا وده لږ کمه شي او دوه اعشاریه دوو ته به ورسیږي.
د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال مارټین ریزر وایي، سیمه اصلاحاتو ته ضرورت لري چې کارونه پکې پیدا شي او اقتصادي وده پکې چټکه شي.
د سلواغې په میاشت کې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي و چې د مالي انزوا، بشري سرچینو کمبود او سیاسي بې ثباتي له امله د افغانستان اقتصاد له ماتیدونکي وضعیت سره مخامخ دی.
هند له افغانستان سره د واکسینونو مرسته وکړه

هند له افغانستان سره د نژدې پنځه ټنه واکسینونو مرسته وکړه.
د طالبانو د روغتیا وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې دا واکسینونه چې څلور اعشاریه اته ټنه دي، دې وزارت ته سپارل شوې دي.
د هند په دې مرسته کې د تیتانوس، هیپاتایتس بي، موسمي ریزشونو او یوشمیر نورو ناروغیو واکسینونه دي.
طالب چارواکو یادونه کړې چې د هند مرسته به په ټول افغانستان کې د زرګونو خلکو د ژوند ژغورلو په چاره کې مهم رول ولوبوي، چیرې چې د اوږدې بې ثباتۍ او اقتصادي ننګونو له امله اړینو طبي توکو ته لاسرسی محدود پاتې دی.
په لندن کې د اوکراین د سولې خبرې ناڅاپه وځنډیدې

د اوکراین د سولې په تړاو د لوړې کچې خبرې چې ټاکل شوې وه په لندن کې ترسره شي، په ناڅاپي ډول وروسته له هغه وځنډیدې چې څو جګپوړيو دیپلوماتانو په دې غونډه کې له برخې اخیستو ډډه وکړه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته په رااستولي بیان کې ویلي چې د اوکراین د سولې لپاره ننۍ غونډه ځنډیدلې او په رسمي کچه به خبرې روانې وي خو دا خبرې به د رسنیو په غیاب کې ترسره شي.
دا ناسته چې هدف یې پر اوکراین له اته دیرش میاشتو راهیسې د روسیې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د حل لارې لټول و، وروسته له هغه ګډوډه شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په ګډون یوشمیر دیپلوماتان ترې ووتل.
سکای نیوز نن راپور ورکړ چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډویډ لامي هم د غونډې د پریښودو پریکړه کړې وه، خو تر دې دمه د دې خبرې تایید نه دی شوی.
د اوکراین پلاوی د غونډې د ځنډیدو سربیره لندن ته ولاړ.
تېره اونۍ، روبیو او نورو اوکرایني او اروپايي چارواکو په پاریس کې غونډه کړې وه چې لږ پرمختګ پکې وشو. تر دې غونډې وروسته روبیو د امریکا بې صبري په ګوته کړه او څرګنده یې کړه چې متحد ایالات ممکن په بشپړ ډول له دې خبرو ووځي.