د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

فارن پالیسي خوست کې پر 'سي.ای.اې' له یوه تازه بریده پرده پورته کړې


ارشیف
ارشیف
  • فارین پالیسي

فارن پالیسي په وروستۍ ګڼه کې خوست کې پر 'سي.ای.اې' یا د امریکا پر استخباراتي ځواکونو له یوې تازه خونړۍ حملې پرده پورته کړې ده.

خپرونې لیکلي، د خوست د ساتنې پر قطعې چې د کمپاین پر قطعې هم مشهوره ده، د تېرې دسمبر میاشتې په لومړیو کې د چپمن کمپ دننه خونړی برید شوی دی.

د خپرونې په باور، دغې حمله کې د دغه کمپ څلور سرتیري چې د 'سي.ای.اې' روزل شوې او تجهیز شوې ملېشې دي وژل شوي دي.

فارن پالیسي لیکي:

د شپږو اونیو مخکیني دغه برید په اړه نه چارواکو تراوسه څه ویلي او نه هم د دوی په ټکو کورنیو او بهرنیو رسنیو پرې راپور ورکړی دی.

فارن پالیسي د برید د څرنګوالي په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي دې برید کې د 'سي.ای.اې' پر ملېشو سربېره درې افغان سرتیري او شپږ ملکیان هم وژل شوي دي.

خپرونې دا برید د 'سي.ای.اې' پر مامورینو په تېرو ۱۱ کلونو کې خونړی برید یاد کړی دی او ویلي دي چې دا د امریکا او طالبانو د دوحې له تړونه هم ښکاره سرغړونه ده.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې واشنګټن او په افغانستان کې د ناټو ماموریت هم پردغه برید چوپه خوله پاتې شوی او د لیکوال په باور، له برید وروسته د افغانستان پوځ او د خوست پولیسو سیمې ته د لاس رسي اجازه نه ده ورکړې.

فارن پالیسي د کورنیو چارو وزارت او کریمینل تخنیک څانګې په حواله ویلي چې د دغه برید په اړه اسناد نه لري.

د خوست د محلي ادارې یوه ویاند فارن پالیسي ته ویلي، د کمپاین مسولینو د دغه برید په اړه معلومات نه دي ورکړي.

  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې په یوه مطلب کې د هغه افغاني الاصله امریکایي سرتیري د مور کیسه را اخېستې چې زوی یې د واشنګټن د امنیت لپاره ګمارل شوی دی.

دغې مورد خپل زوی د دندې له شرایطو شکایت کړی دی.

دغې مورخپل او د سرتیري زوی نوم نه دی اخیستی، خو نیوزویک ته یې ویلي چې زوی ته یې ګرمه ډوډۍ نه رسیږي او د ژمي تودې جامې هم نه لري.

دغه سرتیري، څو کلونه په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ په لیکو کې خدمت کړی دی.

دغې مور ویلي، زوی یې ورته ویلي چې د واشنګټن د اوسنۍ دندې پرتله یې په افغانستان کې دنده ښه وه.

دغه سرتیري خپلې مورته ویلي، هوا سړه ده، سرتیري د ژمي بوټان نه لري او پرځای یې درې جوړه جورابې په پښو کوي.

د نیوزویک د راپور له مخې دغه سرتیري ویلي، د شپې د خوب لپاره بالښت هم نه لري او خپله چانټه تر سر لاندې ږدي.

XS
SM
MD
LG