د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

'د وزلوبې هلکان' فلم کې د لوبیدلي افغان فواد محمدي د ژوند لوړې ژورې


فواد محمدي (ښی) او جوانمرد پاییز د وزلوبې د فلم لوبغاړي
فواد محمدي (ښی) او جوانمرد پاییز د وزلوبې د فلم لوبغاړي

په 'د وزلوبې هلکان' فلم کې لوبیدلی ۲۱ کلن فواد محمدي چې ژوند یې تر ډېره له سختو ورځو سره مخ و خو بیا هم بریا ته د رسېدو لپاره له هڅو نه دی ستړی شوی.

د محمدي ژوند د یو فلم له داستانه کم نه دی، هغه په بازارونو کې د نقشو له خرڅولو پیل وکړ او بیا په یو داسې فلم کې ولوبېد چې اسکار جایزې ته کاندیده شوه.

نوموړي وویل: "زه ډېر وړوکی وم، نږدې ۵ یا ۶ کلن به وم چې پلار مې د ناروغۍ له امله ومړ، له هغه وروسته ما د مرغ فروشي کوڅه کې په ۸ یا ۹ کلنۍ کې لاسي شیان خرڅول، د سړک پر سر کار کول ډېر سخت دي، خو زه نېکمرغه وم چې هلته تر ډېره بهرنیان راتلل او ډېره ښه اړیکه مو سره درلوده."

فواد محمدي (ښی) او جوانمرد پاییز د وزلوبې د فلم لوبغاړي
فواد محمدي (ښی) او جوانمرد پاییز د وزلوبې د فلم لوبغاړي

محمدي وایي، لومړنۍ زده کړې یې په یوه دولتي ښوونځي کې له ۷ کلنۍ پیل او په افغان ترک ښوونځي کې پای ته ورسولې او بیا یې کابل پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس برخه کې لوړې زده وکړې، خو تازه یې د نورو زده کړو په هدف په دوو بهرنیو پوهنتونونو کې وړیا بورسونو ترلاسه کړل.

محمدي زیاتوي: "له نېکه مرغه کومو پوهنتونونو ته مې چې نوملېکنه کړې وه، دوه د انتظار په لېسټ کې دي چې د قبولي امکان یې شته. دوه نورو کې مې سکالرشېپ ترلاسه کړ، یو په نیویارک ښار کې 'هووارد انولیم سمیت کالج' او بل 'اوهایو' یا د لومړني کالج په نوم دی چې ما یې له منځه لومړی کالج ټاکلی دی."

هغه په ۷ کلنۍ کې د 'بچه کابلي' او بل ۱۳ کلنۍ کې 'د وزلوبې هلکان' فلم کې لوبیدلی دی.

'د وزلوبې هلکان' فلم د امریکایي فلم جوړونکي سام فرینج له خوا جوړ شوی و، هغه فلم چې د هغه ژوند یې بدل کړ. دا فلم په دري ژبه او انګلیسي سب ټایټل سره په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت جوړ شو.

د 'پسران بزکشي' فلم د کابل په واټونو کې د دوه هلکانو په هیلو څرخیږي.

'د وزلوبې هلکان' فلم سیالۍ ته وړاندې شو چې بالاخره د اسکار جایزه یې وګټله.
'د وزلوبې هلکان' فلم سیالۍ ته وړاندې شو چې بالاخره د اسکار جایزه یې وګټله.

په ۲۰۱۳ کال کې د 'د وزلوبې هلکان' فلم له څلورو نورو لنډو فلمونو سره سیالۍ ته وړاندې شو چې بالاخره د اسکار جایزې ته کاندیده شوه.

د 'بچه کابلي' فلم، د فواد محمدي لومړنی فلم و، د دې فلم په پیل کې هغه یو غره ته خیژي، له خپلو لاسونو دوربین جوړوي او د ښار ننداره کوي.

که څه هم 'بچه کابلي' فلم چې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې جوړ شوی او د فواد محمدي لوبېدل په کې ډېر کم و، خو د فلم جوړونکی برمک اکرام یې ډېر مهم ګڼي.

ښاغلی اکرام اوس مهال له خپلې کورنۍ سره په فرانسه کې ژوند کوي، هغه دوه داستاني او له ۱۵ زیات مستند فلمونه جوړ کړي: "غواړم د فواد محمدي په اړه ووایم چې د 'بچه کابلي' فلم وروسته تل له یو بل سره په اړیکه کې و، په دې کار یې بسنه و نه کړه او زده کړو ته یې دوام ورکړ ډېر یو زیارکښ او هوښیار هلک و، هغه د ترکانو په ښوونځي کې زده کړې وکړې چې اوس یې له امله امریکا کې پوهنتون ته لار پیدا کړه."

رسمي شمېرې ښیې چې اوس مهال افغانستان کې نږدې یو میلیونه ماشومان په واټونو کې کار کوي، که څه هم د ډېرو برخلیک نه دی معلوم، خو د دوی ترمنځ د فواد محمدي په شان ماشومان هم شته چې په خپل زیار یې راتلونکی بدل کړی دی.

XS
SM
MD
LG