د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره د دې هېواد استازو جرګې چمتوالى وښود


ډونالډ
ډونالډ

د امریکا د استازو جرګه چمتو ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح کړی.

د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګه چمتو شوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ د ۶ په پېښه کې د ده د رول په خاطر استیضاح کړي چې هغه ورځ د ده پلویانو د کانګرس پر ودانۍ هجوم وروړی وو او په نتیجه کې مرګژوبله رامنځته شوې وه.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس پرون د جنورۍ په دوولسمه وویل، چې دی به د اساسي قانون د ۲۵مې مادې پر اساس ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دندې لیري نه کړي.

دا لږ څه وروسته له هغه چې د ډیموکراټانو په اکثریت استازو جرګې یوه مسوده تصویب کړه او له اجراییه څانګې يې وغوښتل، چې د اساسي قانون په کارولو سره دې ټرمپ د کانګرس د ودانۍ د پېښې په خاطر له دندې ګوښه کړي.

که پینس، ټرمپ په دې خاطر چې دی نور د ولسمشرۍ لپاره سم نه دی، له دندې لیرې نه کړي، د استازو جرګې رییسې نانسي پلوسي ویلي چې دوی پلان لري چې ټرمپ ژر تر ژره استیضاح کړي او ښايي دا کار د جنورۍ په دیارلسمه چې نن ده، وشي.

ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه په تکراري توګه لیکل چې په امریکا کې په ولسمشريزو انتخاباتو کې درغلي شوې.

د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ ملاتړیو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ هجوم وروړ او غوښتل يې چې د منتخب ولسمشر جوبایډن له تاییده د کانګرس مخه ونیسي.

په دغه پېښه کې د یوه پولیس په ګډون پنځه کسان ووژل شول.

په کانګرس د بريد يوه صحنه
په کانګرس د بريد يوه صحنه

په استازو جرګه کې د اقلیت جمهوري غوښتونکو مشر کیوین مککارتي چې د استیضاح مخالف دی، د راپور له مخې غواړي د جمهوري‌ غوښتونکي ګوند غړي په خپله خوښه په دې اړه رایې ورکړي، نه د ګوند د دریځ له مخې.

په کانګرس کې د ټرمپ د نیږدې متحدانو څخه یو مککارتي دی او ده مخکې ویلي، چې د ولسمشر استیضاح به د امریکا پر یو مټي کېدو برعکس اغېز ولري.

ویل کېږي، چې په کانګرس کې به د جمهوري غوښتونکو په ګډون ډېر استازي د استیضاح د پرېکړې ملاتړ وکړي.

د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د وایومینګ استازې لیز چیني وویل، ټرمپ قهرجن کسان سره راټول کړي وو او دې حملې ته یې لمن ووهله.

دې وویل چې ټرمپ کولای شول د دې هر څه مخه ونیسي خو ده دا کار ونه کړ.

د رسنیو راپورونه وايي، چې ټرمپ په دې باور دی چې دی به استیضاح شي، خو د دې پروسې نتیجه په چټکۍ سره بدلېدای شي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی دی، چې په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکانیل خپلو مرستیالانو ته ویلي چې دی باور لري ټرمپ د استیضاح وړ اقدام کړی او دی په دې مورد کې د ډیموکراټانو ملاتړ کوي.

پرون د جنورۍ په دوولسمه نېټه ټرمپ د تېرې اوونۍ د پېښې مسئولیت رد کړ او وې ویل چې خلک غواړي دی په نښه کړي.

ده په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې د ده د استیضاح کولو هڅې امریکا ته خطر پېښوي او خلک په غصه کوي.

ده وویل، چې دی هېڅ تاوتریخوالی نه غواړي.

وروسته ټرمپ د امریکا او مکسیکو تر منځ د پولې لیدو ته لاړ او هلته یې وویل، اوس وخت رارسېدلی چې ملت ورغېږي او اوس د سولې او ارامي وخت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده اووه ورځې وروسته د چارشنبې په ورځ د جنورۍ په شلمه نېټه د منتخب ولسمشر د لوړې مراسم جوړ شي.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په دغو مراسمو کې به ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG