د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

په امریکا کې د احتمالي وسله والو اعتراضونو په اړه خبرداری ورکړ شو


په کانګرس د بريد يوه څنډه. January 6, 2021
په کانګرس د بريد يوه څنډه. January 6, 2021

امریکايي چارواکو د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې په درشل کې د ټول هېواد په کچه د نورو وسله والو اعتراضونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې پرون په یوه بیان کې چې رسنیو ترلاسه کړی، ویلي چې د امریکا د ټولو پنځوسو ایالتونو په مرکزونو کې او په واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ د وسله والو اعتراضونو پلانونه جوړ شوي دي.

له پلازمېنې واشنګټن ډي سي پرته د امریکا په ډېری ایالتونو کې د وسلو ګرځول آزاد دي او قانوني ممانعت نه لري.

د ايف بي اى بیان زیاتوي، چې دا اعتراضونه ښايي د روانې جنوري د ۱۶ مې او شلمې ترمنځ ورځو کې وشي.

د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې په درشل کې د وسله والو اعتراضونو دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره اونۍ د کانګرس پر ودانۍ تر برید وروسته په واشنګټن ډي سي کې او د کانګرس د ودانۍ لپاره امنیتي تدابیرسخت شوي دي.

تېره اونۍ د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ډونالډټرمپ د پلویانو د برید په پایله کې پنځه کسان ووژل شول.

ايف بي اى دغه راز دا معلومات هم ترلاسه کړي چې یوه ډله له خپلو پلویانو غواړي چې که ټرمپ د خپلې دورې ترختمېدو مخکې له واکه لیرې شي، په دولتي، ایالتي او فدرالي محکمو او اداري ودانیو باندې بریدونه وکړي.

که د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او کابینه د اساسي قانون له ۲۵ تعدیل څخه چې په اساس یې کولای شي ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره نامناسب وبولي او له دندې یې لېرې کړي، کار وانخلي، د امریکا د استازیو جرګه چې ډیموکراټان په کې اکثریت دي، هڅې کوي چې روانه اونۍ نوموړی استیضاح کړي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

ټرمپ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د تېرې اونۍ له برید وروسته پرون د لومړي ځل لپاره له خپل مرستیال مایک پنس سره وکتل.

له دې کتنې داسې برېښې چې ټرمپ به د کانګرس له خوا د ده د لیرې کولو یا استعفی ته د اړاېستلو له هڅو سره سره خپله د ولسمشرۍ دوره بشپړه کړي.

د حکومت یوه چارواکي رسنیو ته وویل، چې ټرمپ او پنس رغنده بحثونه وکړل.

دې چارواکي زیاته کړه، پنس دا نیت نه لري چې د ډیموکراتانو د غوښتنې له مخې ټرمپ د اساسي قانون د ۲۵ تعدیل په اساس د ولسمشرۍ لپاره نامناسب وبولي او له دندې یې لېرې کړي.

د چارواکي په وینا، په خپله ټرمپ هم د جنوري په شلمه نېټه د ولسمشرۍ د دورې د پای ته رسېدو تر وخته له واکه د لاس اخیستو پلان نه لري.

خو ټرمپ ویلي، چې د بایډن د لوړې په مراسمو کې به ګډون ونه کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

ولسمشرټرمپ دغه راز پرون دوشنبې د پلازمېنې واشنګټن ډي سي لپاره اضطراري حالت اعلان کړ چې پراساس یې د امریکا د کورني امنیت وزارت او فدرالي اضطراري ادارې کولای شي د اړتیا په صورت کې له سیمه ییزو چارواکو سره چارې همغږې کړي.

دغه وضعیت به د جنوري تر۲۴ پورې نافذ وي.

خو په یوه ناببره اقدام کې د کورني امنیت سرپرست وزیرچاد ولف چې اداره یې د لوړې د مراسمو لپاره د امنیتي چارو مسئوله ده، له خپلې دندې استعفا وکړه.

ولف د خپلې استعفا علت یوه عادي چاره یاده کړې ده.

په یوه بل اقدام کې ملي ګارډ ته امر شوی، چې د لوړې د مراسمو د امنیت د ټینګښت لپاره ترپنځلس زرو پورې ځواکونه واشنګټن ته واستوي.

XS
SM
MD
LG