د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

سرچینه: ‎د افغان حکومت او طالبانو ځیني مرکچیان د دوحې روانو خبرو کې حضور نه‌لري


ارشیف، قطر کې د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه
ارشیف، قطر کې د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه

‎د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دوهم پړاو مذاکرات، خو يو شمېر غړي لا هم غير حاضر دي.

‎یوه باخبره حکومتي سرچینه وایي لا هم د دواړو لورو (حکومت او طالبانو) د مرکچي پلاوو يو شمېر غړي دوحې ته نه‌دي رسېدلي.

‎د سولې له خبرو دغه باخبره سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دوی لوري درې کسان په دې روانو خبرو کې حضور نه‌لري.

‎سرچینې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۲۲» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې فوزیه کوفي، رسول طالب او فاطمه ګېلاني تر اوسه دوحې ته نه‌دي رسېدلي.

د افغان دولت مرکچي پلاوی
د افغان دولت مرکچي پلاوی

‎سرچینه زیاتوي متین بېک به نن دوحې ته ورسېږي.

‎د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تر اوسه خبرې په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول نه‌دي پیل شوي او په خبره‌یې دا به سبا دوحې ته لاړه شي.

‎نورو کسانو سره چې دوحې ته نه‌دي تللي، اړیکې ټینګې نه‌شوې.

‎دا په داسې حال کې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي دا مهال د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر اساسي بحثونه پیل شوي دي.

‎د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دواړو لورو د اجنډا پر توحید، تدوین او مفصل کېدو کار روان کړی دی.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

اغلې انوري زیاتوي: "د دواړو خواوو د کاري کمېټو کارونه روان دي، د اجنډا پر توحید، تدوین او مفصل بحث باندې کار کوي، دغه‌شان د مذاکراتو اساسي بحثونو پیل دی، مخکې پیل شوي او اوس دوام لري."

هڅه مو وکړه د طالبانو د مرکچي پلاوي د بشپړ حضور يا نه‌حضور په اړه په قطر کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د سیاسي دفتر له ویاند او یو شمېر مرکچي غړو نه معلومات واخلو، خو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌ویل شو.

‎خو دا چې د سولې وزارت له لوري دا خبرې اساسي او مهمې بلل کېږي او بل‌خوا د پلاوو د غړو بشپړ حضور نه‌شته، ايا دا پر مذاکراتو منفي اغېز درلودلی شي؟

‎د طالبانو پخوانی چارواکی او د افغانستان خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وایي که چېرې د پلاوو ټول غړي هم په بحثونو کې حضور ونه‌لري، خو خپلو کې دوی سره سلا وي او واک ورکړل شي، کوم خنډ به رامنځته نه‌کړي.

سید اکبر اغا
سید اکبر اغا

سید اکبر اغا زیاته کړه: "خدای دې وکړي چې دواړو طرفونو خپلو خلکو ته اختیارات ورکړي وي یا يې ورکړي، ځکه چې د افغانستان موضوع ‌‌‌‌‌‌ډېره حساسه ده، د سولې موضوع کې اړتیا ده چې دواړه لوري خپلواکي ولري."

‎د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال دین محمد هم ورته نظر لري او زیاتوي که د پلاوو ټول غړي هم حضور ونه‌لري ستونزه نه‌شته، خو باید د شته غړو ترمنځ تفاهم موجود وي.

XS
SM
MD
LG