د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

واشنګټن پوسټ: ولې طالبانو منلې چې ډېرو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي؟


ارشیف، په پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، په پکتیا کې وسله وال طالبان

د بریتانیا څو ورځپاڼو او خپرونو په قطر کې د افغانستان د سولې د بل پړاو خبرو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

  • مېډل ایسټ مانیټور

د دغو خپرونو په منځ کې یوه هم مېډل ایسټ مانیټور ده. دې خپرونې لیکلي چې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی هڅه کوي چې د کرونا وبا په اوج کې طالبان دایمي اوربند ته وهڅوي.

د دې نشریې پر اساس په افغانستان کې د ۱۹۷۸ میلادي کال له کودتا وروسته جګړه روانه ده او د سولې روانې خبرې د افغانستان د ۴۲ کلنې جګړې د پای ته رسېدو په هدف کېږي.

  • واشنګټن پوسټ

دې امریکايي ورځپاڼې د طالبانو له لوري نجونو ته د زده کړو د اجازې په اړه لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی: "ولې طالبانو منلې چې ډېرو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي" راغلي، طالبانو په تېر دسمبر کې یونېسیف ته اجازه ورکړه چې د افغانستان په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، غیر رسمي ټولګي پرانېزي.

د ورځپاڼې پر اساس، له طالبانو سره د نجونو د تعلیم په اړه له دوو کلونو راهیسې خبرې روانې وې. د دې موافقې پر اساس به یونېسیف د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یولکو ۴۰ زره نجونو او هلکانو ته ټولګي پرانیزي.

ورځپاڼه پوښتنه کوي، ولې طالبان چې په دې مشهور دي چې په منظم ډول د نجونو د تعلیم مخه نیسي، نه یوازې د نجونو له تعلیم سره موافقه کوي بلکې پر دې موضوع خبرو ته حاضرېږي؟

طالبان لاهم د افغانستان د حکومت پرضد جګړې ته دوام ورکوي او د یوه مقید حکومتي نظام د جوړولو لپاره یې سیاسي هدف نه دی بدل شوی.

ورځپاڼه زیاتوي، طالبان غواړي چې د جګړې ترڅنګ د افغانانو سیاسي ملاتړ او د نړیوالو له لوري تر ډېره مشروعیت ترلاسه کړي.

د واشنګټن پوسټ په نظردې دوو هدفونو د طالبانو په وروستۍ پرېکړه کې چې له یونېسیف سره موافقې ته ورسېدل، رول ولوباوه.

XS
SM
MD
LG