د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

ولسمشر غني ته د ځینو سیاسیونو او جهادي رهبرانو ګډ لیک: د ساتونکو کمښت د منلو نه‌دی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د امنیتي اندېښنو په اړه‌یې د لوړپوړو چارواکو او سیاسي څېرو ګډ لیک ترلاسه کړی دی.

په دغه لیک کې چې د ولسمشر پخوانیو مرستیالانو او یو شمېر جهادي او سیاسي څېرو لیکلی، پر حکومت نیوکه شوې چې په لوی لاس او د دوی په ټکو د یوه (نا معقوله او تبعیضي) چلند له مخې یې د دوی ساتونکي یا باډي ګاردان کم کړي دي.

دوی د ولسمشر په ادرس یوه ګډ لیک کې ویلي، د ساتونکو کمښت هغه مهال ورته د منلو وړ دی چې دوی ته ګواښ نه‌وي پېښ او د هېواد عمومي وضعیت د ډاډ وړ وي.

په لیک کې ویل شوي چې د ساتونکو کمښت "ترهګرو ډلو" ته د بریدونو موقع ورکوي او دغو څېرو حکومت ته خبرداری ورکړی چې پر دوی د هر ډول برید مسؤلیت به ور له غاړې وي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وایي، دوی دغه لیک ترلاسه کړی او په خبره‌یې، د وتلو څېرو فزیکي امنیت ته‌یې ډاډمن تدابیر نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

ښاغلی اندړ زیاتوي: "د سیاسي او جهادي مشرانو هغه لیک چې جلالتمآب ولسمشر ته‌یې لیکلی، زموږ دفتر ته رارسېدلی دی، د دغو کسانو د امنیتي اندېښنو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم اجراأت شوي او د دوی فزیکي امنیت تأمین دی، تر دې مخکې د دغو جهادي او سیاسي مشرانو د امنیت پر تأمین د کال څلور میلیارده افغانۍ، اوس تر لازمو اصلاحاتو وروسته دغه لګښت ۱،۲ میلیارده افغانیو ته راټیټ شوی چې حکومت‌یې ورکوي."

ملي امنیت شورا که څه هم نه‌وایي چې دوی د وتلو څېرو د محافظت ریاست څه شمېر کارکوونکي کم کړي، خو ځینو ناتأیید شویو راپورونو کې ویل شوي چې د دغه ریاست څلور زره امنیتي کارکوونکي چې دنده‌یې د لوړپوړو کسانو ساتنه ده، کم شوي دي.

دغه اعتراضي لیک چې یوه کاپي یې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې، د ولسمشر د پخوانیو مرستیالانو مارشال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني او کریم خلیلي، د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح‌الدین رباني، د اجرائیه ریاست د پخواني مرستیال محمد محقق، د ولسمشر د پخواني فوق‌العاده استازي احمد ضیا مسعود، جهادي مشر سید حامد ګېلاني او ذبیح‌الله مجددي له‌خوا لیکل شوی دی.

په لیک کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار او د جهادي څېرې عبدرب الرسول سیاف نومونه هم لیکل شوي، خو دې کسانو له خپلو نومونو سره لاسلیکونه نه‌دي کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وایي، ځیني دغه کسان لا هم له ۱۰۰ ډېر ساتونکي لري او په خبره‌یې، که نورو ته اړتیا احساسوي، په شخصي لګښتونو دې وګماري.

ښاغلی اندړ وايي: "د دوی په ساتونکو کې نور بدلونونه نه‌دي راغلي، مثلاً ښاغلی کریم خلیلي ۱۲۵ ساتونکي لري، د حاجي صاحب محمد محقق ساتونکي ۱۵۰ دي او دغه‌راز د مارشال عبدالرشید دوستم ۱۸۰ تنه دي، که دوی او نور سیاسي او جهادي مشران غواړي لا ډېر ساتونکي ولري، کولای شي په خپلو شخصي لګښتونو د عامه ساتنې تصدۍ سرتېري استخدام کړي."

سیاسي او جهادي څېرو داسې مهال د ځان د نه‌خوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي چې په ټول هېواد کې د هدفي وژنو شمېر زیات شوی دی.

ارشیف، کابل کې چاودنه
ارشیف، کابل کې چاودنه

په دې وروستیو کې پر دولتي کارکوونکو سربېره یو شمېر خبریالان، مدني فعالان او دیني علما هدفي بریدونو کې ووژل شول چې دولت‌یې پړه پر طالبانو، خو طالبان بیا دا د دولت کار بولي.

حکومت له دې وړاندې په امنیتي برخه کې د اصلاحاتو ځیني نور ګامونه هم اوچت کړي چې سیاسي مخالفانو یې نیوکې پرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG