د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د هدفي وژنو دوام؛ فعالان او خبریالان هېواد پرېښودو ته اړ کړل


په هلمند کې د ازادي راډیو پر خبریال الیاس داعي شوې چاودنه
په هلمند کې د ازادي راډیو پر خبریال الیاس داعي شوې چاودنه

په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ یو شمېر سیاسي، ټولینز او د رسنیو برخې ګڼ شمېر فعالان هېواد پرېښود ته اړ کړل.

دغه فعالانو چې افغانستان د لوړو ګواښونو له امله پرېښی ازادي راډیو ته يې وويل، که حالات ښه شي بېرته به خپل وطن راګرځي.

په ټولنیزو رسنیو کې يوه فعاله د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د ځینو ستونزو له امله یې افغانستان د لنډې مودې لپاره پریښی.

نوموړې وايي:" ما خپله امنیتي بنسټونو ته مراجعه وکړه او د خپلو ستونزو په اړه مې ورته وویل، غږ مې چا وانه ورېده. ما هم پریکړه وکړه چې له افغانستان د څو اونیو لپاره ووځم، خو د پناه اخېستنې اراده نه لرم. "

هغه وايي، هیلې شته شته چې حالت بیرته عادي شي.

بله پخوانۍ خبریاله او ویانده زلما خروټي چې دا هم اوس مهال له افغانستانه بهر ده وايي، امنیتي ګواښونو هېواد پرېښودو ته اړ ايسته:" په رسنیو کې د پښتنو نجونو لپاره په ټوله کې ښځو لپاره زیاتې ستونزې وې، ما چې کله له ټلوېزیون سره کار کوو، نو ماته به مې ملګرو ویل چې تاته خطر ډېر دی، وځه، زه هم ناچاره شوم هېواد مې پرېښوده."

اغلې خروتې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، افغانستان نور امن نه دی.

له نوموړې سره کړې مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:26 0:00
مستقیم لېنک

له دې ټولو اندېښنو سره له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسینو کې یو سل کسیزه لېست لاس په لاس کېږي چې په دې لېست کې د يو شمېر سیاسي او ټولنیزو فعالانو او خبریالانو نومونه شته.

د دې لېست په سر لیکل شوي چې د ابو عبیده کاروان د قتلونو، هدفي او ځنځیري وژنو لېست.

که څه هم د دغه لېست کره والی نه تایید او نه هم رد شوی، خو د افغانستان لومړی معاونیت وايي، په ټول معنی به د هدفي وژنو مخ نیسي.

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د ستراتیژیکو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان دښمنانو اوس په هدفي وژنو لاس پوری کړی: " هغه لېست چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی نه یې کره والی تایید کولای شو او نه دا چې کاذب به وي، طالبانو اوس خپله ټوله جګړه په کابل متمرکزه کړې ده هدفي وژنې او قتلونه دا ټول د دې جکړې پایله ده، خو د مخنیوي لپاره يې اقدامات هم شوی، د شپږ نیمو بجو جلسو رامنځته کول د همدې جګړې په خلاف ده. "

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د ستراتیژیکو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد
د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د ستراتیژیکو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد

ښاغلي مراد د دې هدفي وژنو پړه پر طالبانو اچوي او وايي چې امریکايي ځواکونو هم د دې هدفي وژنو تر شا طالبان ښکېل بللي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس هم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی لېست ناسم بللی دی، خو طالبانو بيا په وار وار دا ادعا رد کړې ده.

له دې ټولو ګواښونو او اندېښنو سره د افغانستان د اطلاغاتو فرهنګ وزارت د خبریالانو او د رسنیو استازو د خوندیتوب لپاره د ټیلیفون ځینې شمېرې عام کړي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې که هرهغه خبریال او د رسنۍ مسول ګواښل کېږي د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سره دې په اړیکه کې شي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو هدفي وژنو او ګواښونو چې له شااوخوا دوو میاشتو راهیسي روانې دي لسکونه سیاسي او ټولینزو فعالان او د رسنیو ځیني کارکوونکي د وطن پرېښودلو ته اړ کړي.

په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي هم د همدغو همدفي وژتو يو قرباني و.

XS
SM
MD
LG