د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

واشنګټن پوسټ: د "يوسف رشيد" مرموزې وژنې ټول کابل مايوسه کړ


يوسف رشيد
يوسف رشيد
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې د هدفي وژنو په لړۍ کې د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ د پخواني مشر یوسف رشید وژنه مرموزه بولي او لیکي چې دې وژنې ټول کابل مایوسه کړ.

ورځپاڼه زیاتوي چې یوسف رشید د هغو خبریالانو، مدني او مذهبي فعالانو او دولتي چارواکو له ډلې دی چې په وروستیو څو میاشتو کې د هدفي وژنو په لړۍ کې وژل شوي دي.

د مطلب لیکوالې د انتخاباتو د دې څارونکې ټولنې له نوي مشر نعیم اصغري سره پر یوسف رشید د حملې د څرنګوالي په اړه خبرې کړي او هغه ورته ویلي چې دا یو عادي جنایت نه و.

ښاغلی اصغري وايي، چې بریدکوونکي، د یوسف د استوګنې بلاک ته نږدې پر سړک د جوړ شوي جمپ مخې ته درېدلي وو، او کله چې د رشید موټر هلته ورسېد، لومړی یې ډریور وویشت، بیا یې د څنګ دروازه پرانیسته، پر رشید یې لس- دولس ډزې وکړې او وتښتېدل.

افغان حکومت پرون اعلان وکړ، چې د رشید د وژنې په تور یې دوه کسان او د هغو څلور مشکوک ملګري نیولي دي.

چارواکي وايي، دا کسان د طالبانو د هغې شبکې غړي دي، چې هدفي وژنې یې کولې مګر ځانونه یې د محصلانو په بڼه جوړ کړي وو.

طالبانو په هدفي وژنو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

واشنګټن پوست لیکي، د رشید وژنې په کابل کې د ډیموکراسۍ د پلوي فعالانو ترمنځ چې ټول له یوبل سره نږدې تماسونه لري د شک او ویرې یو حالت خپور کړی دی.

  • سټار اينډ سټرايپس

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې په افغانستان کې د دوو پیلوټانو د وژنې په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، دا پیلوټان د بین الافغاني خبرو په درشل کې د هدفي وژنو په لړۍ کې په نښه شول.

وسله والو موټرسایکل سپرو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د هوايي ځواک یو پیلوټ او یو ملکي وګړی د کابل په فاضل بېګ سیمه کې په ډزو ووژل او دوه اونۍ مخکې په کندهار کې نامالو وسله والو د مسعود اتل په نوم یوبل پیلوټ د خپل کور مخې ته په ډزو وواژه.

د دې وژنو مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.

سټارز اینډ سټرایپس لیکي، متحدایالات افغان پیلوټان روزي او د افغانستان د هوايي ځواک پر پیاوړي کولو یې میلیاردونه ډالر لګولي دي.

د مطلب لیکوال لیکي چې د دې پیلوټانو وژل د افغانستان د هوايي ځواک وړتیا چې د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره مهمه بلل کېږي، کمزورې کوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې یوشمېر افغان پیلوټان د امنیتي ګواښونو له کبله یا له هېواده تښتېدلي او یا پټ شوي دي.

د افغانستان د هوايي ځواک پیلوټې نیلوفر رحماني په ۲۰۱۸ کال کې په امریکا کې سیاسي پناه وغوښته.

د ورځپاڼې د راپور له مخې طالبانو مېرمن رحماني په مرګ ګواښلې وه.

د هیلیکوپټرو پیلوټ محمدنعیم اسدي تېرکال وروسته له هغه ځان تری تم کړ چې د امریکا پوځ د هغه او د هغه د کورنۍ منل شوې سیاسي پناه رد کړه.

خپرونه لیکي، چې نوموړی هم څو ځلې د طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوی و.

سټارز اینډ سټرایپس د مطلب په پای کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو ارقامو یادونه کوي چې تېره اونۍ یې خپاره کړل او په هغه کې یې ویلي دي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغان امنیتي- دفاعي ځواکونو لږترلږه ۱۶۸سرتېري د طالبانو په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG