د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

ارګ: برید کول او بیا ترې انکار د سولې په نوم د طالبانو سټراټېژۍ ده


کابل کې ماين چاودنې وروسته د سيمې انځور.
December 20, 2020
کابل کې ماين چاودنې وروسته د سيمې انځور. December 20, 2020

افغان حکومت وايي، برید کول او بیا ترې انکار، د سولې په نوم د طالبانو د سټراټېژۍ یوه برخه ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل کې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه د طالبانو د "برید او انکار"
په نوم د هغې سټراټېژۍ برخه بولي چې په خبره یې، د سولې په نوم یې مخته وړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له دې بریدونو موخه د وېرې، وحشت او ناهیلۍ خپرول دي او طالبان غواړي په دې کار سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او خلکو ترمنځ واټن پیدا کړي. "

ښاغلی صدیقي زیاتوي، له دې کار د طالبانو بله موخه د افغانانو ترمنځ او په نړۍ کې د افغان حکومت ضعیف ښودل دي، څو له دې لارې دوی وکولای شي د سولې په خبرو کې بر لاسي و اوسي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، طالبان به په دې کار سره د خلکو له کرکې پرته بل څه په لاس را نه وړي.

دوا خان مينه پال
دوا خان مينه پال

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي: "طالبان حمله کوي او بیا ترې انکار. دا له مذاکراتو سره هممهاله د دوی پیل شوې سټراټېژي ده. دوی غواړي په دې کار سره د افغانستان نظام ضعیف وښيي. طالبان په دې کار سره د خلکو له نفرت تر لاسه کولو پرته بل لاس‌ته راوړنه نه لري. "

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د ملي امنیت رییس او د کورنیو چارو وزیر د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، ډېری هغه کسان چې په هدفي وژنو کې لاس لري، د طالبانو او حقانې شبکې غړې دي.

طالبان بیا دا د افغان حکومت دا ادعا ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې وروستۍ هدفي وژنې د افغان حکومت کار بللی او په دې پېښو کې یې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي.

د افغانستان حکومت داسې مهال هدفي وژنې د سولې خبرو سره تړلې موضوع بولي، چې تمه ده د مرغومي یا جدي په پنځه‌لسمه په دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ د سولې بیا ځلي خبرې پیل شي.

که څه هم د ملي مصالحې عالي شورا وايي، تخنیکي کمېټه یې پر دې کار کوي چې د اسلامي نظام تشریح او د سولې تګلاره جوړه کړي، خو د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی وايي، دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي او په اساسي قانون کې د اسلامي نظام روښانه تعریف شته.

دې پلاوي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د مذاکره کوونکي پلاوي په جوړښت کې پیاوړي قانون پوهان او دیني عالمان شته او د اړتیا پر مهال د نظام د تشریح لپاره به اساسي قانون ته مراجعه کوي، خو که اړتیا شوه د هېواد مخکښو دیني عالمانو او مخکښو قانون پوهانو څخه به هم مشوره واخلي. "

د دې پړاو خبرو دوه مهم موضوعات اوربند او د راتلونکي نظام څرنګوالی دی.

د افغانستان حکومت وايي، د سولې خبرو د ښه پرمختګ لپاره باید اوربند وشي، هغه غوښتنه چې پرون په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم مطرح کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي اتمر د پاکستان سفیر منصور احمد خان ته ویلي، پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او کولای شي چې طالبان اوربند ته راضي کړي.

XS
SM
MD
LG