د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

یتیمه نورینه د پکتیا د نیمې ورځې والۍ: زرمت کې دې نجونو ته ښوونځي جوړ شي


اته کلنه نورینه د پکتیا والي محمد حلیم فدايي سره
اته کلنه نورینه د پکتیا والي محمد حلیم فدايي سره

اته کلنه نورینه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې ده او اوس مهال د پکتیا د مرکز ګردېز په نسوان شهري ښوونځي په درېیم ټولګي کې زده کوونکې ده.

نوموړې د دوشنبې په ورځ د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د ۵۰ مې زوکړې د ورځې په مناسبت له ۵۰ نورو یتیمانو سره د ولایت مقام ته بلل شوې وه.

نوموړې د پکتیا د والي له لوري د نیمې ورځې لپاره د دې ولایت افتخاري والۍ غوره شوه او د یتیمانو جلسه یې رهبري کړه.

د پکتیا والي دوی ته همدا راز د ولایت مقام د ټولو څانګو، د ویډیو کنفرانس خونې او نورو اړونده چارو په اړه مالومات ورکړل.

نورینه وایي، سوله، اوربند، نجونو ته د زده کړو اسانتیاوې او ښځو ته د حقونو ورکول یې اساسي غوښتنې دي: "په زرمت ولسوالۍ کې باید نجونو ته ښوونځي جوړ شي او نجونې باید تعلیم ته پرېښودل شي، ځکه زما په څېر ډېرې نجونې غواړي تعلیم وکړي."

د پکتیا والي یتیمو ماشومانو ته د ولایت مقام د ټولو څانګو، د ویډیو کنفرانس خونې او نورو اړونده چارو په اړه مالومات ورکړل.
د پکتیا والي یتیمو ماشومانو ته د ولایت مقام د ټولو څانګو، د ویډیو کنفرانس خونې او نورو اړونده چارو په اړه مالومات ورکړل.

د نورینې پلار دوه کاله وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو او اوس مهال د خپلو درېیو خویندو، درېیو وروڼو او مور سره یو ځای په ګردېز ښار کې اوسېږي.

نورینه وايي، د والي توب پر مهال یې ښه احساس کاوه او په راتلونکې کې هم غواړي چې د ولایت او یا هم وزارت تر څوکۍ ورسيږي او د ښځو د حقونو لپاره کار وکړي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل چې له دې کاره یې موخه یتیمانو ته د رهبریت او مدیریت انګېزې ورکول وو.

نوموړي د نورینې غوښتنې ته په اشارې وویل چې په راتلونکي کال کې به د زرمت په ولسوالۍ کې د نجونو د زده کړو ستونزه حل کړي.

ښاغلي فدايي زیاته کړه: "په زرمت کې د نجونو د ښوونځي لپاره په راتلونکي کې په پلان کې نیولی چې د کال په پیلېدو سره هلته د زده کړو زمینې برابرې کړو."

زرمت د پکتیا هغه ولسوالۍ شمېرل کېږي چېرته چې وسله وال طالبان په کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و، د نجونو په زده کړه یې له دې امله بندیز لګولی چې دوی ته ښځینه ښوونکي او منظم تدریسي چاپېریال نه دی رامنځته شوی، هغه څه چې د پکتیا ځایي چارواکي ردوي او وایي، د نجونو لپاره یې څو ښوونځي جوړ کړي، په ځینو یې کار روان دی او د ښځینه ښوونکو د ګمارنې ستونزه به هم هواره کړي.

XS
SM
MD
LG