د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

مسير: په حيرتانو بندر کې د فساد قضیه شعار او کمپاین دى


ځينې کابل چاپ ورځپاڼې
ځينې کابل چاپ ورځپاڼې

مسير

مسیر ورځپاڼې په حيرتانو بندر کې د رشوت اخیستو پرمهال د مشرانو جرګې د دریو غړيو نیول کېدل ښه اقدام بللی خو ټینګار یې کړی، چې تر دې وړاندې هم ځینې چارواکي په فساد کې د لاس لرلو په تور نیول شوي، خو سزا نه ده ورکړل شوې.

خو لیکوال د فساد دا قضیه یو شعار او کمپاین یاد کړی.

لیکوال یو شمېر دلایل لیکلي، چې همدا اوس هم د ملي شورا د ځینو غړو په ګډون، ګڼ شمېر برحاله حکومتي چارواکي د فساد او بډو اخیستو اړوند په لویو قضیو کې ښکېل دي خو په وینا یې حکومت بیا په دې برخه کې دوه ګونی چلند کوي.

ورځپاڼې ادعا کړې، چې حکومت د دغو سناتورانو دوسیې ځکه رسنیزې کړې څو له نړیوالو فشارونو ځان خلاص کړي او مرستې را جلب کړي.

لیکوال ټینګار کړی، چې د حکومت له دا ډول تکراري ژمنو خلک ستړي شوي او په وینا یې حکومت باید له فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي او کوټلي ګامونه پورته کړي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د فساد په تور د دریو سناتورانو د نیول کېدو په مسلې لېکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، چې د افغانستان په جزا کوډ کې رشوت اخیستونکي او رشوت ورکوونکي دواړه مجرمان بلل شوي او دواړو ته سزا ټاکل شوې خو د لیکوال په وینا په خواشینۍ سره چې په دغه قضیه کې د هغو کسانو نومونه نه دي اخیستل شوي کوم چې دغو سناتورانو ته د ۴۰ زره ډالره رشوت وړاندیز کړی وو.

سرمقاله کې ټینګار شوی، چې اړتیا ده څو هغه کسان هم عدلي او قضایې ارګانونو ته معرفي شي کوم چې په دې قضیه کې همکاري کړې او ورته زمینه برابره کړې ده.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د هدفي وژنو په اړه په ملي او نړيواله کچه اندېښنو ته اشاره کړې لیکلي، چې په افغانستان کې وروستيو هدفي وژنو نه يوازې د سولې بهير تر نيوکو لاندې راوستى، بلکې د رسنيو، مدني ټولنې او بشري حقونو فعالينو او دغه راز د ملت د سر سړيو فعاليتونه او د کار ساحه يې هم تنګه کړې ده.

وړاندې د اروپايي ټولنې او امريکا د استازو وروستۍ څرکندونې را اخیستل شوي چې د افغان ژورنالېستانو د حملو له عاملانو سره د حساب او محاکمې غوښتنه کړې.

ورځپاڼې ټینګار کړی، چې تر کومه، نړيواله ټولنه له خپل عمده فشاره کار وانه خلي او د ترهګرۍ او اورپکۍ د ځالو له منځه وړلو او تمويل سرچينې بندولو ته په جدي توګه مخه نه کړي، نو وېره ده، چې دغه حالت به سيمه او نړۍ هم وګواښي.

XS
SM
MD
LG