د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

دنیا: افغانستان کې جګړه ولې د بهرنیانو له وتلو سره لا تودېږي؟


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د تلفاتو ډېرېدو او د ولسي جرګې له لوري وزیرانو ته د باور لیکونو د لړۍ په تېزېدو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د تېرې اوونۍ خونړیو بریدونو ته اشاره کوي لیکي چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د امریکا وروستیو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې او لاهم خونړي بریدونه روان دي.

وړاندې راغلي چې په دوحه کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو له پیل څخه نږدې یوه میاشت تېرېږي، خو لاهم دواړه لوري د تګلارې له پړاوه مخکې نه‌دي تللي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د هرې جګړې منطق همدغه دی چې کله مذاکرات پایله نه‌ورکوي، نو جګړې ته ورګرځېدل به یوازنۍ لار وي.

لیکوال لیکي، سره له دې چې تمه دا وه څو د مذاکراتو په پیل سره بریدونه او تاوتریخوالی راکم شي، خو په وروستیو کې اوونیو کې دا بریدونه لا زیات شوي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم په سرمقاله کې د جګړې د تودېدو مسئله را اخیستې لیکلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې جګړه دومره توده شوې چې نږدې ټول ولایتونه په اور کې سوځي او هېڅوک هم په‌کې د ارامۍ ساه نه‌شي اخیستی.

خو ورځپاڼې پوښتنه کړې چې ولې دا جګړه د بهرنیانو له وتلو سره لا تودېږي؟

ورځپاڼې لیکلي، په هېواد کې د جګړې اصلي عامل یوازې د بهرنیانو شتون نه‌شي ګڼل کېدای، بلکې په وینا یې پر قدرت د ښکېلو لورو د زړه بایللو او له اندازې خورا زیاتې علاقې دغه وضعیت رامنځته کړی.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د اوس لپاره د افغانستان جنګ په هېڅ صورت کې هم جهاد یا مقدس نه‌دی، بلکې په خبره‌یې دا نامقدسه او فاسده جګړه ده چې هره ورځ په‌کې د خلکو ژوند اخیستل کېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې ولسي جرګې باندې ټينګار کړی چې د کانديد وزيرانو په اړه ژر تر ژره تصميم ونيسي.

وړاندې راغلي، د کابينې لپاره کانديد وزيران په داسې حال کې د رايو اخيستو په موخه ولسي جرګې ته معرفي کېږي چې هېواد له سختو ننګونو سره مخ دی او په حکومت کې چارې سستې او سرپرست وزيران په ښه او ډاډمنه توګه چارو ته اوږه نه‌ورکوي.

ورځپاڼې لیکلي، همدا بې‌باوري د فساد لامل ګرځي او یوه بېلګه‌یې هم بهر ته د لسګونو ميلياردو ډالرو انتقال دی.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې ولسي جرګې باید نور وخت ضایع نه‌کړي او وړو او په کار پوه کسانو ته رایې ورکړي او دغه‌راز يې پر چارو سمه او پر خپل وخت څارنه وکړي.

لیکوال لیکلي، ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو تر معرفي کېدو وړاندې له ولسي جرګې يو شمېر استازو ته د ملېمستياوو لړۍ ښه په درز روانه وه او په وینا یې د خلکو هیله دا ده چې د ولسي جرګې غړي پورته اندېښنو او د هېواد نازکو حالاتو ته په پام سره دغو کانديدانو ته له سمتي، ژبني او قومي تربګنيو پر بنسټ نه، بلکې د مسلکيتوب له مخې رايه ورکړي.

XS
SM
MD
LG