د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

په سويډن کې د پېژندل شوي لیکوال "اکرم عثمان" په نوم فيستيوال جوړ شوى


 سويډن کې د اکرم عثمان ادبي جشنوارې يو انځور
سويډن کې د اکرم عثمان ادبي جشنوارې يو انځور

په سويدڼ کې د فردا هنري او فرهنګي کلوب په نوم د افغان لیکوالو یو بنسټ د افغانستان د مشهور کیسه لیکوال او کیسه بول اکرم عثمان په نوم د کیسه لیکنې د یو فیستیوال اعلان کړی او افغان کیسه لیکونکي کي یې په دغه فيستيوال ګډون ته رابللي دي.

افغان لیکوال اکرم عثمان چې په کیسه لیکنې او کیسه وینه کې یې ځانګړی نوم درلود د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی دی په کال ۱۳۱۶ هجري لمریز کې زېږېدلی او په کال ۱۳۹۵ لمریز کې یې له نړۍ سترګې پتې کړې دي.

له نوموړي ۴ څېړنیز اثار، درې د لنډو کیسو ټولګې او دوه رمانه پاتې دي چې تر ټولو مشهور اثر یې ( مرد ها را قول است) رمان دی چې فلم شوی هم دی.

د دغه فیستیوال یو جوړونکي فاروق فردا د دغه فیستیوال د جوړولو د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دغه فسستیوال یو هدف د استاد اکرم عثمان یادول دي چې نوموړي د افغانستان کیسې او داستان ته ډېر خدمتونه کړي دي او بل په یو ډول د هېواد د لیکوالو هڅول دي او د کیسو د لا غوړېدلو او پرمختګ لپاره زمینه برابرول."

سويډن کې د فيستيوال يو ګډونوال د وينا پر مهال
سويډن کې د فيستيوال يو ګډونوال د وينا پر مهال

د نوموړي په خبره په پښتو او دري ژبه د کیسو په دغه فيستيوال کې درې غوره کیسو یا داستانونو ته جایزې ورکول کېږي.

ښاغلي فردا وايي، دا فیستیوال به تر دې ورسته هر کال د نوموړي بنسټ له خوا جوړېږي.

په هغه معلوماتي پاڼه کې چې د یاد فيستيوال په اړه په تولنیزو رسنیو کې خپره شوې راغلي، چې هر کیسه لیکوال کولای شي خپلې دوه کیسې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنوري میاشتې تر پنځه ویشتمې نېټې پورې دغه فيستيوال ته کاندیدې کړي.

په ورته وخت کې، افغان مطرح کیسه لیکوال او ناول لیکونکی نصیر احمد احمدي وايي، چې داشان فیستیوالونه د کیسو او نثر په وده کې ښه رول لوبولی شي.

نصير احمد احمدي
نصير احمد احمدي

هغه وویل: "دغه فیستیوالونه د هغو ځوانانو په روزنه کې هم ډېر ګټور دي چې غواړي نوي لنډې کیسې او ناولونه ولیکي او د دوی په هڅونه کې هم ډېر رول لري. یو څه باید وي چې یو څوک یو څه ولیکي."

وروستي څو کلونو که له یوې خوا د افغانستان د داستاني ادب لپاره ښه کلونه وه ، نوې او ځوانې څېرې په کې مطرح او دغه برخې ته پراخ کار وشو، له بلې خوا بیا بد کلونه هم و او د اکرم عثمان تر څنګ د افغانستان د داستاني ادب دوه نورې مشورې څېرې سعدالدین شپون او محمد اعظم رهنورد زریاب هم د خاموشانو دنیا ته ولاړ چې اوس یوازې ترې کیسې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG