د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

په کابل کې د موسیقي یو څلور ورځنی نړیوال فیستیوال جوړيږي


په كابل كې د خيال فرهنګي مركز په كوربه توب، د فرانسې سفارت د فرهنګي مركز، ګويټه انستيوت او فيروز كوه فرهنګي مركز په مالي مرسته او د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت په همكارۍ د موسيقۍ يو څلور ورځنى فيستیوال جوړیږي. چې د سيمې د دريوو هېوادونو هند، پاكستان او افغانستان سندرغاړي برخه واخلي.

په كابل كې د خيال فرهنګي مركز مسوولين وايي چې د دغه فستيوال له جوړلو څخه هدف د سيمې د هيوادونو د اصيلې موسيقۍ خوندې كول او خلكو ته يې ورپيژندل دي.

د خيال فرهنګي مركز مشر ښاغلى ژغوم وايي چې په دغه څلور ورځني فيستويوال كې به د سيمې د دريوو هيوادونو افغانستان، هند او پاكستان پيژندل شوي سندرغاړي سندرې ووايي:

"د موسيقۍ نړيوال فيستيوال چې د سپتمبر په ۲۴ مه به پيل شي، د پاكستان، هند او افغانستان دريوو هېوادونو مشهور سندر غاړي به په كې سندرې ووايي.

په كابل كې د فرانسې سفارت فرهنګي مركز، ګويټه انستيوت او فيروز كوه فرهنګي مركز يې مالي لګښت په غاړه اخيستى او دغه فيستيوال به تر څلورو ورځو پورې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت په همكارۍ روان وي."

په كابل كې د دغه فيستيوال د جوړونكو په وينا د موسيقۍ په دغه فيستيوال كې به د افغانستان له غاړې افغان پيژندل شوي سندرغاړي مير مفتون بدخشى او حيات ګرديزى سندرې ووايي:

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور د وزارت د چارواكو په وينا ټاكل شوې چې د دغه فستيوال په دوام د افغانستان د موسيقۍ د اوسني وضيعت په اړه يو څيړنيز سيميار هم جوړ شي چې د يو شمير ولايتونو هنر مندان او د موسيقۍ ماهرين به په كې برخه واخلي.

د اطلاعاتو او كلتور وزارت د موسيقۍ د توليد ريس محمد احسان عرفان وايي:

" دا د افغانستان د موسیقۍ په باب یو سیمینار دی، چې د اتو ولایاتو نماینده ګان به په کې ګډون کوي او د مرکز نه هم د موسیقي ځیني ماهرين به په کې برخه اخلي چې څنګه کولای شو له دې حالت نه خپله موسیقي راوباسو."

كه له يوې خوا د سيمې په ځانګړي ډول د افغانستان د اصيلې موسيقۍ د خوندې ساتلو او پيژندنې په اړه هڅې روانې دي نو بل خوا داسې انديښنې هم موجود دي چې نوې دود شوې موسيقي د زړې او اصيلي موسيقۍ ځاى ونه نيسې، ځكه نن سبا ځوانان د نوې موسيقۍ خوښوونكي دي او د دوى په وينا په موسيقۍ كې هم بدلون د وخت غوښتنه ده.

خو د موسيقۍ ماهرين وايي چې د نوې موسيقي پالل بايد د زړې او اصيلې موسيقي د هيرولو خبره رامنځته نه كړي او په كار ده چې خپل كلتوري ميراثونه خوندي او ژوندي وساتو.
XS
SM
MD
LG