د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

ايران: د غوښتنې په صورت کې فاطميون له افغان ځواکونو سره مرسته کولى شي


د قاسم سليماني د جنازې په مراسمو کې په فاطميون ډله کې د افغان جنګیالیو يوه ډله-
December 6, 2020.
د قاسم سليماني د جنازې په مراسمو کې په فاطميون ډله کې د افغان جنګیالیو يوه ډله- December 6, 2020.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، که افغانستان وغواړي فاطمیون ډله به د داعش ډلې پر وړاندې په مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو مرسته وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې د سوریې او عراق په څېر د افغانستان همکارۍ ته هم تیار دی.

محمد جواد ظریف تېره شپه له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په ایران کې د فاطمیون ډلې د حضور په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، که د افغانستان دولت تیار وي، ایران به د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې له دې ډلې د استفادې لپاره همکاري وکړي.

جواد ظریف
جواد ظریف

هغه زياتوي: "د افغانستان دولت له دې موضوع پوره خبر دی، چې موږ د افغانستان له دولت سره هر ډول مرستې ته چمتو یو، چې د افغانستان د ملي اردو په چوکاټ کې د افغان دولت په مشرۍ د افغانانو له ځواکونو د ټروریزم په وړاندې په مبارزه کې د کار اخیستو لپاره همکاري وکړو."

تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو، فاطمیون ډلې چې په ایران کې له مېشتو افغان وګړو جوړه ده، په زرګونو افغانان له ایرانه سوریې ته لېږلي، چې د ولسمشر بشارالاسد په پلوي په جګړو کې برخه واخلي.

اسوشېټېد پریس خبري اژانس په تېره مارچ میاشت کې راپور ورکړی و، چې په سوریه کې د بشارالاسد په پلوۍ جګړې ته تر پنځلسو زرو زیات افغان پناه غوښتونکي لېږل شوي دي.

ځینو افغانانو ویلي، دوی د ایران له دولت څخه د ځینو امتیازونو له دې جملې په ایران کې د دایمي استوګنې اسنادو او څوسوه ډالره معاش په بدل کې د سوریې جګړې ته تللي دي.

دغو افغانانو تر ډېره له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د سوریې په جګړه کې برخه اخیستې ده.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د سوریې جګړې ته د افغانانو په لېږلو کې دخیل نه و، بلکې دغه افغانان په خپله خوښه د خپلو مذهي عقایدو له مخې دغې جګړې ته ورغلي دي.

کله چې له محمد جواد ظریف څخه پوښتنه وشوه، داسې راپورونه شته چې د سوریې په جګړه کې دا مهال تر ۲۵زرو افغانان ونډه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دا موضوع رد کړه.

هغه وویل: "ما اورېدلي چې د دوی شمېر پنځه زره و، خو اوس به په سوریه کې د دوی شمېر دوو زرو ته رسېږي."

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران له خوا افغان ځوانانو او زلمیانو ته ویل شوي، چې د سوریې په جګړه کې په ونډې اخیستو سره به د سوریې د زیارتونو او د شیعه ګانو د سپېڅلو ځایونه ساتنه وکړي.

فاطمیون او زینبیون ډلې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب څانګې ګڼل کېږي، چې د افغانستان او پاکستان په زرګونو وګړي، تر ډېره شیعه ګان د سوریې جګړې ته ګماري.

د امریکا متحدو ایالتونو په تېره مارچ میاشت کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب د بهرنیو تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامل کړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ډلې درې کاله مخکې په خپل راپور کې ویلي وو، چې سپاه پاسداران په ایران کې د افغان ځوانانو له منځه کسان ګماري او د سوریې جګړې ته یې لېږي.

XS
SM
MD
LG