د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

وار ان دي راکس: د ایران له‌خوا د سوریې جګړې ته د لېږل شویو افغانانو برخلیک به څه وي؟


  • وال سټریټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه د امریکا يوې استخباراتي ارزيابي ته زموږ پام اړوي.

مقاله لیکي، پر دې سربېره چې ولسمشر ډونالد ټرمپ سږ کال افغانستان ته د سرتېرو د شمېر د زياتولو پرېکړه کړې ده، د دې هېواد وضعيت به سږ کال نور هم خراب شي.

د دې ارزيابۍ پر اساس به افغان ځواکونه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ونه‌کړای شي د امریکايي ځواکونو په مرسته د افغانستان په کچه زیات نفوس لرونکي ښارونه او سیمې په خپله اداره کې ولري.

ورځپاڼه د امریکا د استخباراتو د ارزيابي له مخې همداراز وايي، پاکستان به له سخت دريځو سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړي او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې به له امریکا سره همکارۍ محدودې کړي.

وال سټريټ ژورنال همداراز د امریکا د استخباراتو خبرداری خپور کړی چې وايي، دوامداره سياسي بې‌ثباتي، د طالبانو دوامداره حملې، د افغان ځواکونو په چلند کې بې‌ثباتي او د افغانستان په اقتصادي وده کې ورو والی له هغو ننګونو دي چې دا هېواد به روان کال ورسره مخامخ شي.

  • وار ان دي راکس

وار ان دي راکس خپرونې دې ته پام کړی چې د هغو افغانانو برخلیک به څه ډول وي چې ايران‌یې د سوريې جګړې ته لېږي؟

خپرونې لیکلي چې د هغو افغان جنګیالیو شمېر چې سوريې ته د جګړې لپاره لېږل کېږي له ۱۰ څخه تر ۲۰ زرو پورې دی.

وار ان دي راکس دا هم ويلي چې د ځينو راپورونو له مخې دا افغان جنګياليو ډېری په روسيه کې روزل شوي دي.

د خپرونې په وينا، د تېر کال د نومبر له ۲۱مې راهيسي کله چې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د قدس ډلې قوماندان قاسم سليماني په سوريه کې د داعش پر وړاندې د ايران بريا اعلان کړه، په افغانستان کې د سوريې د جګړې لپاره د شيعه‌ګانو د جلب او جذب پروسه ودرول شوه او ايران ته د هغوی د بېرته ستنېدو بهير پیل شو.

وار ان دي راکس په دمشق کې د یو شمېر اوسېدونکو افغان شيعه‌ګانو له قوله ليکلي چې لشکر فاطميون ډېر د کوچني عمر افغان هلکان او ځوانان د سوريې جګړې ته لېږلي وو.

د خپرونې په وينا، لشکر فاطميون ډله ښايي له سوريې بېرته ايران ته تللې وي، خو دا هېواد يې د تل لپاره نه‌دی پرېښی.

  • سټارز اينډ سټرايپس

سټارز اينډ سټرايپس ورځپاڼې د هغه متقاعد امريکايي سرتېري په اړه ليکلي چې د بګرام په نظامي اډه کې يې جالبه وظيفه درلوده، پال ايډلونډ ژوي پوه دی.

هغه دنده درلوده چې الوتکې له مرغيو وژغوري.

دې خپرونې ليکلي چې هغه به په هوايي ډزو سره مرغۍ الوتکې ته نږدې نه‌پرېښودلې.

داسي به‌یې د الوتکو عملې او انجن ته د زيان رسېدو مخه نېوله.

په بګرام کې د امريکايي مقاماتو د راپور له مخې يوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۳۴۵۰۰۰ مرغۍ د بګرام له هوايي میدان نه تېښتې ته اړ کړل شوې دي.

ستارز اينډ سټرايپس د چارواکو له خولې دا هم ويلي چې په ۲۰۱۵ کال کې د مرغيو او څارويو له کبله په بګرام هوايي ډګر کې د ۲۰۰ زرو ډالرو په لګښت زيان اوښتی وو.

خو په ۲۰۱۷ کال کې دا زيان کم او شپږ دېرش زرو ډالرو ته راټيټ شو.

XS
SM
MD
LG