د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

اشرف غني طالبانو ته: که پوهېږئ د ولس زړونو کې ځای لرئ، راشئ انتخابات وکړو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که طالبان د ده په ټکو وینه توېدنه ودروي، ټول شرطونه او غوښتنې به یې ومني.

محمد اشرف غني دا څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال وکړې او وېي ویل، طالبان باید له اوربنده ویره ونه لري.

دی وايي: "دوی دې وینه بنده کړي چې موږ راشو او وغږېږو، ولې د وینو له بندولو ډارېږی؟ زما پوښتنه واضح ده، که سیاست کې ګډون غواړی موږ تیار یو، که افغانستان کې ژوند غواړئ په سر او سترګو، که پوهېږئ د ولس په زړونو کې ځای لرئ، راشئ چې انتخابات وکړو."

ښاغلي غني وویل، د طالبانو شااوخوا شپږ زره زندانیان یې خلاص کړل، خو دغې ډلې تاوتریخوالی کم نه کړ او په خبره یې، داسې شرایطو کې ولس هم د طالبانو د نورو زندانیانو خوشې کولو ته رایه نه ورکوي.

د بین الافغاني خبرو د وروستیو پرمختګونو پر مهال طالبانو تازه د ۷ زره نورو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG