د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

کرونا وبا په کومو برخو کې برعکس مثبت اغېز ښندلی دی؟


د کرونا وبا د خپرېدو لومړنی مثبت اغېز پر چاپېریال و
د کرونا وبا د خپرېدو لومړنی مثبت اغېز پر چاپېریال و

د کرونا ویروس پر دردوونکو او وژونکو اغېزو سربېره د دې وبا د خپرېدو لومړنی مثبت اغېز پر چاپېریال و چې سمدستي پاک شو.

په مارچ میاشت کې د کرونا د وبا په لومړي پړاو کې د ناسا سپوږمکیو د نړۍ د لویو ښارونو د هوا په ککړتیا کې په سلو کې دېرش کموالی ثبت کړ.

د اسمان رنګ شین شو او لړه یې له مخې لېرې شوه ځکه د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د روغتیا مسوولو چارواکو پر اقتصادي فعالیتونو او سفرونو بندیز ولګاوه.

که څه هم نړیوال د تګ راتګ او تورېزم بیا پیل ته سترګې په لار دي، خو داسې نه ښکاري چې غیر ضروري سفرونه په خاص ډول رسمي سفرونه به د کرونا د وبا له پیل د مخکې وخت کچې ته ورسېږي ځکه کرونا موږ ته دا را زده کړل چې حتمي نه ده د رسمي غونډو او کنفرانسونو پر جوړولو غیرضروي پیسې او وخت ولګوو او په الوتکو کې د سفر له کبله چاپیریال ناولی کړو.

نړیوالو اوس دا زده کړي چې کاري مرکې، رسمي غونډې او نړیوالې سرمشریزې د ویډیو کنفرانس په وسیله ترسره کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل وايي، دی تمه لري چې د کرونا د وبا له پای ته رسېدو وروسته به د ډیپلوماتانو او دولتي چارواکو د رسمي سفرونو کچه تر ډېره راکمه شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل

د کورونا له خپرېدو وروسته د دفترونو پرځای له کوره کار کول هم دود شول.

د نړۍ په ډېری هېوادونو کې وروسته له دې چې د دې وبا د مخنیوي په مقصد محدودیتونه ولګېدل، نو دفترونه په وېرونکي ډول تش شول او شرکتونو او موسسو خپلو کار کوونکو ته وویل چې له کورونو کار وکړي.

د نظرپوښتنو له مخې اکثر کارکوونکي وايي چې له کوره د کار کولو په نتیجه کې د دوی د ژوند او کار ترمنځ ښه انډول رامنځ ته شوی، اوس پردوی د کار فشار کم دی او کولای شي له خپلو کورنیو او بچیانو سره ډېر وخت تېر کړي.

له لېرې کار کولو همدا راز کارکوونکو ته دا ګټه هم رسولې ده چې دفترونو ته د تګ راتګ لګښت او وخت وسپموي.

هغه نړیواله نظرپوښتنه چې سلاک Slack سافټ ویر کمپنۍ د دفتر د ۴۷۰۰ کار کوونکو ترمنځ ترسره کړې ښيي چې اکثر کارکوونکي نه غواړي بیا ټوله ورځ په دفتر کې کار وکړي.

سلاک کمپنۍ وايي، اکثر کارکوونکي نه غواړي بیا ټوله ورځ په دفتر کې کار وکړي.
سلاک کمپنۍ وايي، اکثر کارکوونکي نه غواړي بیا ټوله ورځ په دفتر کې کار وکړي.

د نظرپوښتنې په سلو کې ۷۲ ګډونوالو، هم له کور او هم له دفتره کار خوښ کړی، په سلو کې ۱۳ ټوله ورځ له کوره او په سلو کې ۱۲ ټوله ورځ په دفتر کې کار غوره بللی دی.

له دې نظر پوښتنې ښکاري چې ښايي په راتلونکي کې لږ تر لږه په پرمختللې نړۍ کې هم له کور او هم له دفتره د کار بڼه دود شي.

په عین حال کې اکثر هغه کسان چې په خپلو کورونو کې حیوانات ساتي وايي چې د وبا په سختو ورځو کې همدې حیواناتو دوی ته مینه ورکړه او ښه وخت یې ورسره تېر کړ.

په لویدیځو هېوادونو کې د کرونا د وبا له پیل سره سم د بې سرپرسته او کورنیو حیواناتو د ساتنې غوښتنلیکونه په بې ساري ډول زیات شول. په دې ترڅ کې په متحدوایالاتو کې له حیواناتو سره د ناوړه چلند د مخنیوي ټولنې له مارچ میاشتې راهیسې د حیواناتو د ساتنې په شمېر کې، په سلو کې د اویا زیاتوالي خبر ورکړی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG