د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

ارګ: د سولې مذاکراتو پاتې پړاوونه باید په افغانستان کې دننه وشي


ارګ
ارګ

‎د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د سولې مذاکراتو پاتې پړاوونه باید په هېواد دننه وشي.

‎د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، که په هېواد دننه د سولې مذاکرات وشي دوی په هره سیمه کې چې طالبان یې وړاندیزوي، د امنیتي ځانګړو تاسیساتو جوړېدو ته چمتو دي.

‎د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن شنبې په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقیب شي، دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هېواد هره سیمه، چې طالبان پیشنهادوي هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي."

‎دغه شورا وايي، په دې ‌‌‌‌‌‌ډول به مرکچي پلاوي د افغانستان دننه شرایط درک او په دغه پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخه ونیول شي.

رحمت الله اندړ
رحمت الله اندړ

‎د دغې شورا ویاند رحمت الله اندړ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د افغانستان دننه د سولې خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي، مذاکره کوونکي به د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نږدې او په بهتره توګه اګاه وی او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي."

‎هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو خو د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاندویانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

‎دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو تر منځ دویم پړاو خبرې روانې دي.

‎دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان حکومت طالبانو ته دا ‌‌‌‌‌‌ډول وړاندیز کوي، بلکې له دې وړاندې هم ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وړاندیز کړی و، چې د طالیانو او افغان حکومت تر منځ دې په هېواد دننه د سولې مذاکرات وشي.

‎خو طالبانو وړاندې دا وړاندیزونه رد کړي‌ دي.

محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

‎د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو د خلاصون پروسې پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر دا هم ویلي، چې طالبانو سره د مذاکراتو پړاونه به په جلا جلا هېوادونو کې ترسره شي، هغه چې طالبانو هم دا موضوع له ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې منلې وه او ویلي یې و، چې دا پرېکړه د دواړو لورو په توافق مخته ځي.

د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو له پيل نن پوره درې میاشتې ووتلې.

دوی د سپټمبر په دولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل کړې او په دریو میاشتو کې یې له ډېر تاویل ما ویل وروسته ایله د خبرو په اجنډا سلا وکړه.

اوس د تازه راپورونو په اساس دواړه مرکچي ټیمونه د شلو ورځو لپاره په رخصتۍ تللي.

په خبرو کې د شل ورځنۍ دمې راتلو مسله هم د افغان دولت د مرکچي ټیم یوه غړي او هم د ملي مصالحې د عالي شورا یوه غړي ازادي راډیو ته تایید کړې.

دغو دواړو افغان چارواکو ټینګار وکړ چې د دوی نوم د موضوع د حساسیت په خاطر وانخیستل شي.

لا تر اوسه رسماً نه افغان دولت او نه هم طالبانو په خبرو کې د شل ورځنۍ دمې راتلو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG