د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د ترکیې ولسمشر د امریکا او اروپا د بندیزونو په اړه غبرګون وښود


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې جمهوررییس رجب طیب اردوغان د امریکا او اروپا د بندیزونو په اړه غبرګون ښودلی.

ترکیه لومړی د امریکا له بندیزونو سره مخ وه او اوس تازه اروپايي ټولنې هم پرې بندیزونه لګولي دي.

د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان جمعه د ډسمبر په یوولسمه په ترکیه باندې د اروپايي ټولنې د اقتصادي بندیزونو تر اعلان څو ساعته وروسته په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل هېڅ داسې مسله نشته چې په خبرو حل نه شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د بندیزونو لګول ټول اړخونه زیانمنوي.

هغه زياتوي: "موږ له امریکامتحده ایالتونو او اروپايي ټولنې سره ژورې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرو، هیڅوک یې کم لاس نه شي نیولی او نه یې هم د له منځه تلو خطر منلی شي، هیڅ داسې مسله نشته چې د خبرو له لارې حل نه شي."

د جمعې په ورځ اروپايي ټولنې په ترکیه باندې د اقتصادي بندیزونو زیاتولو ته شین څراغ وښود ځکه دا هېواد د مدیترانې په اوبو کې چې یونان او قبرس یې خپلې بولي د ګازو د زېرمو لټون ته دوام ورکړی.

تر اوسه پورې د بندیزونو څرنګوالی او بڼه نه ده اعلان شوې او ښايي وخت ونیسي.

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه یونان او قبرس له ترکیې سره ښې اړیکې نه لري.

د یونان صدراعظم د اروپايي ټولنې د جمعې ورځې له پرېکړې هرکلی کړی دی او هغه یې د "ترکیې پاروونکو اقدامونو" ته یو ګډ ځواب بللی دی.

له بلې خوا ترکیه له روسیې نه د دفاعي سیسټمونو د پېرلو په خاطر د امریکا متحده ایالتونو د بندیزونو له ګواښ سره هم مخ ده.

انقرې تر اوسه د واشنګتن ګواښونو ته پاملرنه نه ده کړې او ویلي یې دي، چې له روسیې د دفاعي سیسټم، الوتکو او درنو پوځي وسلو پېرلو ته دوام ورکوي.

د جمعې په ورځ د اروپايي هېوادونو مشرانو وویل چې ترکیې د اروپايي ټولنې په وړاندې څو پاروونکي او یو اړخیزونه کارونه ترسره کړي دي.

اروپايي مشرانو همداراز په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه د خبرو د درېدو غوښتنه هم وکړه.

جوزيپ بوريل
جوزيپ بوريل

د اروپايي ټولنې په ناسته کې د دې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزیپ بوریل ته دنده ورکړل شوه، څو له ترکیې سره د اروپايي هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بشپړ راپور چمتو کړي.

بوریل ته دا دنده هم سپارل شوې، چې د بندیزونو د زیاتولو په شمول د راتلونکو ګامونو ټولې سپارښتنې په خپل راپور کې ځای کړي.

XS
SM
MD
LG