نړۍ
کانګرس د عثماني امپراتورۍ پر مهال د ارمنیانو وژنه، نسل وژنه یاده کړې
د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس استازو جرګې په ۲۰مه پېړۍ کې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د ارمنیانو وژنه د یوې نسل وژنې په توګه یاده کړه.
جرګې دا مسئله په یوه مصوبه کې مطرح کړې ده.
د استازو جرګې دا غیر الزامي لایحه پرون په ۴۰۵ موافقو او ۱۱ مخالفو رأیو تصویب شوه.
د امریکا د استازو جرګې دې کار د ترکیې غصه پارولې ده.
انقرې ګواښ کړی چې د امریکا د استازو جرګې دا کار د امریکا او ترکیې اړیکې زیانمنولی شي.
د راپورونو په اساس عثماني امپراتورۍ په لومړۍ نړیواله جګړه کې یو نیم میلیون ارمنیان تر خپل واک لاندې سیمو کې وژلي او ایستلي دي.
ډېرو تاریخپوهانو دا پېښه نسل وژنه بللې ده.
خو ترکیه ادعا کوي چې ګڼ دا خلک په کورنۍ جګړه کې وژل شوي او د وژل شویو شمېر تر هغه څه چې ادعا یې کېږي څو چنده کم دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان په بلوچستان کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه.
ځايي چارواکي وايي چې پرون شنبه په قلعه عبدالله کې د یوه ۱۵ میاشتني ماشوم د پولیو ویروس تایید شو.
له دې سره سږ کال په پاکستان کې د پولیو پېښې ۲۱ ته ورسېدې.
په دغو پېښو کې ۱۴ په بلوچستان کې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیسو ویروس پهکې له منځه نه دی تللی.
حزبالله د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي ویشتلي
د لبنان حزبالله نن سهار وختي د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي وویشتل.
دې ډلې، چې د متحدوایالتونو لهخوا یوه تروریستی ډله بلل کېږي، وویل چې ځینې توغندي یې د حیفا ښار ته نږدې لګېدلي دي.
داسې ښکاري چې د جګړې ښکېل اړخونه د تاوتریخوالي له زیاتوالی وروسته د بشپړې د پراخې جګړې په لور روان دي.
د تېرې شپې له توغندويي برید وروسته د اسراییل په شمال کې د هوایي بریدونو لپاره د خطر زنګ ووهل شو او په زرګونه خلک پناه ځایونو ته ولېږدول شول.
د اسراییل پوځ ویلي چې توغندي د ملکي سیمو په لور ویشتل شوي دي.
د اوکراین هوایي ځواک د روسیې د ۷۱ پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ
د اوکراین هوایي ځواک نن یکشنبې وویل چې هوایي دفاعي سیستمونو یې تېره شپه د روسیې له ۸۰ بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۱ ویشتلي دي.
د اوکراین هوایي ځواک دا هم ویلي چې روسیې د اوکراین له لوهانسک سیمې څخه دوه توغندي ویشتلي دي.
خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې توغندي چېرته لګېدلي او آیا د سر او مال تاوانونه یې اړولي او که نه.
په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع ځواکونو یې تېره شپه د اوکراین ۱۵ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.
د ایران په یوه کان کې چاودنې لږترلږه ۳۰ کسان وژلي
د ایران د خراسان جنوبي ولایت په طبس ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په دې چاودنه کې چې د میتان ګازو د لیک له امله شوې، لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
چاودنه د شنبې په شپه شوې ده.
په پیل کې، ایراني رسنیو د يوه تن د مړينې او په تونل کې د کارګرانو د راګير پاتې کېدو راپورونه ورکړي وو.
اسراییلي ځواکونو په رامالله کې د الجزیرې شبکې پر دفتر یرغل وروړ او د هغه د تړلو امر یې وکړ
د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړ چې اسراییلي ځواکونو نن سهار د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رامالله کې د دې شبکې پر دفتر چاپه اچولې او کارکوونکو ته یې ویلي چې خپل دفتر بند کړي.
اسوشېټېډپرېس اژانس راپور ورکړی چې الجزیرې پر خپل دفتر د اسراییلي پوځیانو د حملو ژوندي تصویرونه خپاره کړل.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونه، چې په وسلو سمبال وو او ماسکونه یې پرمخ وو، د تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې دفتر ته ورننوتل او امر یې وکړ چې دا دفتر دې د اوس لپاره تر ۴۵ ورځو پورې بند وي.
اسراییلي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د چک جمهوریت په پارلماني ټاکنو اپوزیسیون مخکښ بلل شوی
په چک جمهوریت کې د پارلماني ټاکنو د خپرو شویو لومړنیو پایلو له مخې، د واکمن ګوند اپوزیسیون یا "اېایناو" ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.
د چک جمهوریت د احصايي ادارې پرون ویلي، د اپوزیسیون اصلي ګوند په تېرو دوو ورځو کې له ۱۳ سیمو څخه په لسو سیمو کې سیالۍ وکړې او دا رایې يې ترلاسه کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ، د ټاکنو پایلې د اپوزیسیون ګوند څخه د چک د خلکو ملاتړ ښکاره کوي.
هاریس د اکټوبر په ۲۳مه په تلوېزیوني مناظره کې د ګډون وړاندیز ومانه
د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس د سيایناین CNN تلوېزیونې شبکې هغه وړاندیز ومانه چې د اکټوبر په ۲۳مه به په یوې مناظره کې ګډون کوي.
د هاریس ټاکنیز کمپاین د شنبې په ورځ ویلي وو، د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ هم باید په دې مناظره کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې د سيایناین په ورته مناظره کې د روان کال په جون میاشت کې ډونالد ټرمپ ګډون کړی و چې یوه بریالۍ مناظره يې بللې وه.
ټرمپ د هغې مناظرې د تنظیموونکو او د سيایناین د مدیرانو ساتینه هم کړې وه.
د جون په ۲۷مه ټرمپ له بایډن سره په یوې مناظره کې ګډون کړې و چې بایډن په کې په ښه توګه له خپل دریځ څخه دفاع ونه کړای شوه او په پایله کې کاملا هاریس د هغې پر ځای د راتلونکو ټاکنو لپاره کاندیده شوه.
په لاهور کې د عمران خان د خوشې کېدو په پار رابلل شوې ناسته پای ته ورسېده
په لاهور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پيټيآی هغه ناسته پای ته ورسېده چې د پخواني صدراعظم عمران د خوشې کېدو په پار د هغه د پلویانو لهخوا رابلل شوې وه.
د دې ګوند مشر ګوهرعلي خان پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ویلي، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې يې ناسته پای ته رسولې ده.
د پېښور په ګډون د پاکستان له ډېرو ښارونو د پيټيآی د زرګونو پلویانو کاروانونه له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روان وو.
په اسلامآباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور چې د نیولو امر يې شوی دی، ونه توانېده چې دې ناستې ته ورسېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم دې ناستې ته ډېر خلک ورغلي وو، خو د دې هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ویلي چې پيټيآی د خپلو پلویانو په راټولو کې پاتې راغلی دی.
د زنداني عمران خان پلویانو له دې وړاندې هم د هغه د خوشې کېدو په پار وړاندې ناستې او لاریونونه ترسره کړي دي.
په لبنان کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی
د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په بیروت کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.
په وژل شویو کې ۳ ماشومان او اوه ښځې هم شاملې دي.
د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزبالله ډلې یوه غونډه هدف ګرځولې چې ۱۶ کسان یې پهکې وژلي دي.
د لبنان حزبالله ډلې تایید کړې چې په دې برید کې د دوی یو بل جګپوړی قومندان احمد محمود وهبي هم وژل شوی دی.
مخکې په دې برید کې د احمد عقیل وژنه هم تایید شوې وه.
د حزبالله په خبره چې وهبي د تېر کال له اکټوبر راهیسې د اسراییل پر ضد د پوځي عملیاتو مشري په غاړه درلوده.
په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي
په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي.
د پولیو مخنیوي پروګرام په یوه بیان کې ویلي چې تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې ثبت شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.
په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳م کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي وو.
په پاکستان سربېره، افغانستان کې هم د پولیو پېښې ثبت شوي دي.
افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې لا ژوندی دی.
سږ کال بیا په جنګ ځپلې غزه کې هم د پولیو مثبتې پېښې راپور شوي.