د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۳

افغانستان

افغان حکومت د "کوېډ۱۹" ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره رسمي غوښتنه کړې

د کوېډ۱۹ ضد واکسین انځور
د کوېډ۱۹ ضد واکسین انځور

د افغانستان حکومت د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره نن رسمي غوښتنه وړاندې کړه.

دا خبره د افغانستان د عامې روغتیاوزارت ویاند اکمل سمسورنن ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "نن د روغتیا وزارت د واکسین درخواستي د واکسین نړیوالې اتحادیې ته ورکړه چې له مخې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان شل سلنه وګړو ته واکسین ورکول کېږي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي، چې په لومړۍ مرحله کې به د دې هېواد په سلو کې شل او دوهمه مرحله کې څلویښت سلنه وګړو ته دغه واکسین ورکړل شي.

د رسمي شمېرو له مخې تراوسه له ۴۷ زره او شپږ سوو زیات وګړي په افغانستان کې پر کرونا اخته شوي او له اتلس سوو زیات کسان ترې مړه شوي دي. ​

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا پر افغاني وارداتو تعرفه لوړه کړه

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا متحد ایالتونو له افغانستان څخه په وارداتو تعرفه پنځلس فیصده ته لوړه کړه.

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ پنجشنبه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې په راتلونکو اوو ورځو کې د افغانستان په شمول له لسګونو هیوادونو څخه په وارداتو نوې تعرفې ولګول شي.

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، امریکا له افغانستان څخه په وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې وه چې اوس دا پنځلس فیصدو ته زیاته شوه.

دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو

انوش دستګیر ، وسط
انوش دستګیر ، وسط

انوش دستګیر دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو.

دستګیر پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پانه کی ولیکل چې د هالند د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو د روزونکی قرارداد یی لاس لیک کړی دی .

انوش دستګیر له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې دافغانستان د فوټبال د ملی ټیم روزونکی وو.

په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول

دافغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشبنې په ورځ رپوټ ورکړ چې په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول.

د ځوانانو راډیو مرستيال اسلام‌گل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امان‌یار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کړی خو وایي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.

د طالبانو د څلور کلنې واکمني په جریان کې په خبریالانو فشار او محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمیر اړ شوي چې هیواد پریږدي.

د م.م. متخصصان وايي، داعش د انترنیټ له لارې افراطیت ته خلک وربولي

د ملګرو ملتونو متخصصان وايي، د داعش خراسان څانګه، چې مرکز یې په افغانستان کې دی، د پیغام رسونې د خوندي اپلېکېشنونو او ټولنیزو رسنیو له لارې خلک افراطي کوي او دا مهال امریکا او اروپا ته تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه راپور پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د بهرنیو ترهګرو د بیرته ستنېدو په اړه اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده، ځکه چې دوی ښایي منځنۍ آسیا او افغانستان ته د بېرته راتګ له لارې د سیمې امنیت ګډوډ کړي.

کارپوهانو په راپور کې دا هم څرګنده کړې، چې په القاعده پورې اړوندې ډلې، په ځانګړې توګه الشباب په افریقا کې د خپل فعالیت ساحې پراخې کړې دي.

۱۵ لوېدیځو هیوادونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د فرانسې د باندنیو چارو وزیر
د فرانسې د باندنیو چارو وزیر

د ۱۵ لویدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو د درې ورځني کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، په یوه ګډه اعلامیه کې له نورو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لور ته ګامونه واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نویل بارو، د پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړه، ویلي:

«په نیویارک کې، فرانسه له ۱۴ نورو هېوادونو سره یو ګډ غږ پورته کوي: موږ د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوو او له هغو هېوادونو غواړو چې لا یې دا کار نه ‌دی کړی، چې له موږ سره یوځای شي.»

دا درې ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د «دوو دولتونو حل» تر عنوان لاندې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شو او د سې‌شنبې په شپه پای ته ورسېد.

په کنفرانس کې ۱۵ هېوادونو، چې هسپانیا، ناروې او فنلنډ هم پکې شامل وو، د دوه دولتونو د حل په اړه پر خپله بې‌ساري ژمنتیا ټینګار وکړ.

اندورا، اسټرالیا، کاناډا، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، نیوزیلنډ، پرتګال، سان مارینو، او سلوانیا د دې اعلامیې نور لاسلیک کوونکي هېوادونه دي.

ټرمپ وايي، له افغان متحدانو سره د پناه په برخه کې مرسته کوي

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکا چارواکي به هغو افغان متحدانو ته د پناه غوښتنې په برخه کې د مرستې لارې پیدا کړي، چې غواړي په امریکا کې پناه واخلي.

ټرمپ پرون (چهارشنبې) په سپینه ماڼۍ کې د افغان کډوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، وویل، ښایي د هغو کسانو په ډله کې چې په دې مهاجرتي پروګرامونو کې شامل دي، ځینې نور هدفونه هم ولري.

ټرمپ د کډوالو لپاره د نوو مرستو په جزئیات ور نه کړل، خو دا یې اټکل وکړ چې د ده اداره به د دایمي استوګنې غوښتونکو شاوخوا ۹۰ سلنه کسانو سره مرسته وکړي.

نوموړي یو ځل بیا د جو بایډن د ادارې له خوا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو انتقاد وکړ، او هغه یې «د هېواد په تاریخ کې یوه ډېره شرموونکو پېښه» وبلله.

نن د شپږیزې لیګ وروستۍ لوبه د امو نهنګانو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ده

د کرکټ د شپږیزې د لسم پړاو وروستۍ لوبه نن سهار لس بجې د امو نهنګانو او مسن عینک لوبډلو ترمنځ پیلږي.

په مس عینک لوبډلې کې وتلی ستوری رحمن الله ګربز او په امو نهنګانو لوبډله کې وتلی ستوری عظمت الله عمرزی نن د یو بل پر وړاندې لوبیږي.

افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکي، د لوبې د نندارې د ټکټونو د پلورل پیل له سهار اوو بجو پیلیږي او تر لسو بجو به روان وي.

دا لوبه د سږکال د شپږیزې وروستۍ لوبه ده.

د پاکستان له زندانونو ۱۶۴افغان کډوال راخوشي شوي دي

د پاکستان له زندانونو ۱۶۴افغان کډوال راخوشي شوي دي.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د لیږد امر بخت جمال پرون چهارشنبې کورنیو رسنیو ته ویلي،" دا کډوالو په پنجاب او اسلام اباد کې له نیول او زنداني کیدو وروسته دوی ته سپارل شوي دي".

هغه وړاندې ویلي، دغو کسانو له دوو تر نهوو ورځو د بند موده تیره کړې ده.

د بخت جمال په خبره، راخوشي شوي کسان د ننګرهار، لغمان، بامیانو، کونړ، کندهار، غزني، بدخشان، کابل، خوست او پکتیا اوسیدنکي وو، چې خپلو اصلي سیمو ته ستانه کړای شوي دي.

د پاکستان حکومت وروسته له هغې د افغان کډوالو نیول او زنداني کیدو ته زور ورکړی چې تیره میاشت يې د حکومت کابینې په دې هېواد کې د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو د کارتونو موده تمدید نه کړه.

پاکستان په روان کال کې نژدې ۱۹۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته اخراج کړي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر د قزغیرستان له سفیر سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قزغیزستان سفیر تورداکن سیدیکوف سره کتلي دي.

د دغه وزارت له لورې پرون چهارشنبې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي،"دواړو خواوو د قرغیزستان فورم کې د ګډون په موخه د پلاوی په سفر، له قرغیزي چارواکو د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د درې جانبه تړون د لاسلیک په اړه خبرې اترې کړي دي".

سیدیکوف په دې لیدنه کې تاکید کړی چې قرغیزي سوداګر غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

قرغیزستان یو له هغوو هېوادونو دی چې په دې وروستیو کې يې په افغانستان له پانګونې سره لیوالتیا زیاته شوې ده.

که څه هم دا هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژنې خو د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ورسره نژدې اړیکې پالي.

پاکستان په تیرو دوو کلونو کې افغانستان ته د توکو او خدمتونو په صادراتو کې نژدې ۴۰سلنه زیاتوالی راوستی دی

پاکستان په تیرو دوو کلونو کې افغانستان ته د توکو او خدمتونو په صادراتو کې نژدې ۴۰سلنه زیاتوالی راوستی دی.

د پاکستان د دولتي بانک د شمیرو له مخې، په تیرو دوو کلونو کې پاکستان د نژدې ۸۰میلیونو ډالرو په ارزښت توکو او خدمتونه افغانستان ته صادر کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هرکال اته سلنه صادرات د پاکستان له لورې افغانستان ته لوړ شوي.

بل لور ته له افغانستانه پاکستان ته په وارداتو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د شمیرو له مخې، په تیر یوکال کې له افغانستانه پاکستان ته د وارداتو ارزښت له څه باندې ۱۱میلیونو څخه نژدې ۲۶میلیونو ډالرو ته رسیدلی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په صادارتو او وارداتو کې زیاتوالی په داسې حال کې دی چې تیره اونۍ افغان او پاکستاني لورې پریکړه وکړه چې دواړو خواوو ته د میوو او سبزیجاتو په ګډون په یو شمیر توکو تعرفي راټیټې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG