د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

سپیدار: سیمې ته د خلیلزاد سفر د اوربند ټېنګښت لپاره مهم دی


خلیلزاد
خلیلزاد

د ملي مصالحې عالي شورا سیمې په ځانګړي ډول دوحې ته د زلمي خلیلزاد نوی سفر د اوربند د ټېنګېدو په برخه کې مهم بولي.

ښکاري چې په قطر کې د سولې خبرو پېچلې غوټه د پرانیستل کېدو په حال کې ده.

تازه د ملي مصالحې عالي شورا د سولې خبرو کې وروستیو پرمختګونو ته هیله ښيي او وايي، دا پرمختګونه به اوربند ته زمینه برابره کړي.

د ملي مصالحې عالي شورا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سولې خبرو کې د نړیوال ملاتړ خپلولو او د تلپاتې اوربند د ټینګېدو په برخه کې د مرستې لپاره د سیمې هېوادونو ته له خپل سفر خبر ورکوي.

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د خلیلزاد دا سفر به د اوربند د اعلان په برخه کې اغېز ولري.

دین محمد
دین محمد

هغه زیاته کړه: "خلیلزاد اغېرمنه څېره ده او هغه مسئله چې په مخکې پرته ده، یعنې اوربند دا هم د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، په دې برخه کې باید دا لا نوره ډېره مرسته وکړي او شخصا زه پر دې یقین لرم چې اغېز لرلای شي. "

په ښکاره سیمې ته د خلیلزاد سفر د سولې د خبرو لپاره پر تګ‌لارې د دواړو لوریو له هوکړې وروسته پیلېږي.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، لومړی ترکیې ته ځي، څو د دې هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې له خبرو د ملاتړ اړوند موضوعاتو باندې خبرې وکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد زیاتوي: "له هغه ځای وروسته به دوحې ته ولاړ شم چې وګورو له اړخونو سره، د اصولو او کړنلارې په سر د هغو د وروستي پرمختګ پر بنسټ، څنګه کولای شو چې مرسته وکړو، څو د یوې سیاسي نقشې او تل‌پاتې او هر اړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، سیمې او د نړۍ هېوادونو ته به یې سفرونه دوام ولري، څو د افغانستان د سولې لپاره لا ډېر نړیوال ملاتړ را خپل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی او طالبان د خبرو د پیل پر تګ‌لارې هوکړې ته رسېدلي دي.

په هغه اعلامیه کې چې دواړو لوریو په ګډه خپره کړې لیکل شوي، دواړو لوریو یوې ګډې کاري کمېټې ته دنده سپارلې چې د مذاکراتو لپاره د اجنډا موضوعات ترتیب کړي.

په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ له خبرو نږدې اتیا ورځې تېرېږي، خو دواړو له دې وړاندې په خبرو کې د بن‌بست د راتلو په تړاو یو او بل ملامت کړي دي.

XS
SM
MD
LG