د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

"ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید هڅه کړې وه"


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې دوه میاشتې یې د ولسمشرۍ ختمېدو ته پاتې دي، له خپلو جګپوړو سلاکارانو غوښتي و چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید د انتخابو په اړه ورته معلومات ورکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون یکشنبې راپور ورکړ چې په هغه غونډه کې چې د نومبر په دولسمه په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په دفترکې جوړه شوې وه، ټرمپ د خپل مرستیال مایک پینس، د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو، د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزجنرال مارک میلي په ګډون له خپلو جګپوړو سلاکارانو غوښتي و چې ایا په راتلونکو اونیو کې داسې څه لارې شته چې د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو برید وشي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې دغو چارواکو ټرمپ ته ویلي و چې دا کارونه وکړي او خبرداری یې ورکړی چې که داسې پوځي حمله وشي هغه به د ده د ولسمشرۍ په پاتې اونیو کې پراخه شخړه رامنځته کړي.

یوه امریکایي چارواکي نن دوشنبې رویټرز ته دغه راپور تایید کړ.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ویلي چې ولسمشر ټرمپ پوښتنه وکړه چې څه انتخابونه شته او چارواکو ورته سناریوګانې تشریح کړې او بلاخره هغه پرېکړه وکړه چې دغه طرحه عملي نه کړي.

د راپورونو له مخې ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې تر رپوټ وروسته دا پوښتنه مطرح کړې چې ایران به د غني شویو یورانیمو زېرمه کولو ته دوام ورکړي.

سپینې ماڼۍ په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

ډېر حتمال و چې د برید لپاره ښایي د ایران د نتیځ اټومي تاسیسات په نښه شوې وای.

دا هغه ځای دی چې د نړیوالې اټومي انرژې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې تهران په دې ځای کې تر هغه دولس چنده زیات یورانیم زېرمه کړي چې له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال په اټومي تړون کې ورته اجازه ورکړل شوې وه.

هغه تړون چې ټرمپ ورڅخه په ۲۰۱۸ کال کې ووت.

جوبایډن
جوبایډن

ټرمپ به چې د نومبر په درېیمه د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه یې تراوسه نه ده منلې او هغه یې تر پوښتنې لاندې راوستې، د راتلونکي کال د جنوري په شلمه قدرت د دغو انتخاباتو ګټونکي ډیموکراټ جوبایډن ته سپاري.

د هغه ادارې تراوسه له دې ډډه کړې چې د چارو د انتقال پروسه پیل کړي او د بایډن ټیم یې له دې منع کړی چې د ملي امنیت استخباراتو ته لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG