د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

ایران د دوهمې اټمي بټۍ د جوړولو کار پیل کړ


د بوشهر دوهمه اټمي بټۍ او درېیم ریکټور به چې د جوړولو پلان‌یې ترتیب شوی، هر یو زر مېګا واټه برښنا تولیدوي.
د بوشهر دوهمه اټمي بټۍ او درېیم ریکټور به چې د جوړولو پلان‌یې ترتیب شوی، هر یو زر مېګا واټه برښنا تولیدوي.

په داسې حال کې چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي پروګرام په سرلانجه یوې نوې مرحلې ته داخله شوې، تهران په بوشهر کې د دوهمې اټمي بټۍ د جوړولو کار پیل کړ.

ایران بوشهر ته نږدې د اټمي دوهمې بټۍ د جوړولو کار پیل کړ.

په دغې پروژې سره به چې د روسي انجنیرانو په مرسته جوړېږي، د ایران اټمي تأسیسات لاپراختیا ومومي.

دا خبر د ایران دولتي ټلوېزیون او نورو رسنیو د دې هېواد د اټمي انرژۍ د ادارې د مشر په حواله پرون ورکړ.

په بوشهر کې د اټمي انرژۍ لومړني تأسیسات چې د روسیې د اټمي ټکنالوژۍ په مرسته په ۲۰۱۱ کال بشپړ شوي، د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې له‌خوا په کلکه څارل کېږي.

تهران وایي، د بوشهر دوهمه اټمي بټۍ او درېیم رېکټور به چې د جوړولو پلان‌یې ترتیب شوی، هر یو د دې ظرفیت ولري چې زر مېګا واټه برښنا تولید کړي.

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي پرون د بوشهر د دوهمې اټمي بټۍ د جوړېدو د رسمي بهیر د پیلېدو په مراسمو کې چې تصویرونه‌یې د ایران له دولتي ټلوېزیونه خپرېدل، وویل، اټمي قدرت، داسې با اعتباره برېښنا تولیدوي چې د هرې دستګاه د تولیدیدونکې برښنا اندازه‌یې له ۱۱ میلیونه بېرله تېلو سره چې ارزښت‌یې په کال کې ۶۰۰ میلیون ډالره کېږي، برابره ده.

صالحي ټینګار وکړ چې اټمي صنعت د قدرت باالقوه سرچینه ده.

تهران په داسې حال کې په بوشهر کې د دوهمې اټمي بټۍ د جوړولو د پیلېدو خبر ورکوي چې د نړۍ له قدرتونو سره‌یې د اټمي پروګرام په سر لانجه یوې نوې مرحلې ته داخله شوې ده.

تهران په دې وروستیو کې په تدریجي ډول وروسته له هغې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون له ژمنو په شا کېږي چې واشنګټن د ۲۰۱۸ کال په مې کې له دغه تړونه ووت او پر تهران‌یې بېرته سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

تهران له دې مخکې تر ځمکې لاندې په فوردو اټمي تأسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو او تولید د پیلېدو خبر ورکړی و.

تهران د اټمي تړون نور اروپایي لاسلیک کوونکي، فرانسه، بریتانیا او جرمني تورنوي چې په دې موده کې نه‌دي توانېدلي چې هغه زیانونه جبران کړي چې د امریکا بندیزونو د ایران اقتصاد ته رسولي دي.

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر صالحي پرون یو ځل بیا پر نړیوالو قدرتونو انتقاد وکړ او ویې‌ویل، دا دوی نه‌وو چې د نړۍ له قدرتونو سره د اټمي تړون په چوکاټ کې یې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړې، بلکې لوېدیځ قدرتونه په خپلو ژمنو ونه‌درېدل.

هغه زیاته کړه، دواړه لوري باید کړو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

XS
SM
MD
LG