د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان: 'داعي' ویلي و چې طالبانو په مرګ ګواښلی و


د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، که څه طالبانو په هلمند کې د ازادي راډیو پر خبریال الیاس داعي د برید په اړه کوم بیان نه دی خپور کړی، خو د دې سازمان په وینا الیاس داعي دې سازمان ته ویلي و چې د طالبانو له خوا ورته د مرګ ګواښونه شوي او ورڅخه غوښتل شوي چې د دې ډلې د پوځي عملیاتو په اړه دې راپورونه نه ورکوي.

د بشري حقونو د څار دې نړیوال سازمان تېره ورځ ناوخته په یوه خپاره کړي بیان کې د دې ادارې د مرستیالې پاټریشا ګاسمن له خولې وویل: "یوازې په دې خاطر د الیاس داعي وژل کېدو چې خپله دنده یې ترسره کوله د افغانستان رسنیو ته یو پیغام ورکړ چې د طالبانو په اړه راپور ورکول دوی له لوی خطر سره مخ کولی شي."

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان مرستیاله پاټریشا ګاسمن
د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان مرستیاله پاټریشا ګاسمن

پر الیاس داعي د برید مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی خو یوه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل بیان کې د دې سازمان د مرستیالې پټریشیا ګاسمن له خولې د الیاس داعي وژل یو قصدي اعدام بللې او زیاته کړې یې ده چې دې پېښې "د طالبانو سره د سولې د هر ډول خبرو په پایله کې د بیان د ازادي په وړاندې جدي شکونه راپورته کړي دي."

دا اعلامیه وړاندې وايي، الیاس داعي له هغو لسګونو افغان ژورنالېستانو څخه دی چې په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو له زیاتیدونکي خبرداري تر لاسه کول.

د بشري حقونو دا نړیواله ډله زیاتوي چې ګڼو نورو ژورنالېستانو هم دې ادارې ته ویلي چې دوی ته هم خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو د فعالیتونو په اړه دې راپورونه نه ورکوي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان په دې بیان کې دا هم ویل شوي چې هغو ژورنالېستانو چې الیاس داعي یې پيژانده دې ادارې ته ویلي، د دې برید څخه څو اوونۍ مخکې طالبانو د داعي کور پلټلې و او له هغه څخه یې د ده د فعالیتونو په اړه پوښتنې کړې وې، همدارنګه یې له ځايي خلکو هم غوښتي وو چې د داعي د چلند په اړه دې دوی ته راپور ورکړي.

الیاس داعي پرون (د لړم ۲۲مه) دفتر په لور روان چې موټر ته یې مقناطیني ماین اېښودل شوی وو
الیاس داعي پرون (د لړم ۲۲مه) دفتر په لور روان چې موټر ته یې مقناطیني ماین اېښودل شوی وو

د بشري حقونو د څار دا نړیواله اداره وايي، د نومبر په ۱۲مه نېټه طالبانو یوه اعلامیه خپرې کړې او په کې یې افغان رسنۍ د " د دښمن په تبلیغاتو " تورنې کړې دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان په بیان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ولسي خلکو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې شوې او ویلي وو چې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې پر خلکو محدودیتونه لګولي دي.

تر دې مخکې د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح هم ادعا کړې وه چې طالبان په ښارونو کې پر رسنیو، مدني بنسټونو او نوم وتو شخصیتونو د بریدونو پلان لري.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې سملاسي دې رسنیو ته ګواښونه او پر دوی بریدونه پای ته ورسوي او د هغو خلکو له ځورونې، تهدید او سزا کولو دې هم لاس واخلي چې د طالبانو پر پالیسیو انتقاد کوي.

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان په خپله خپره کړې اعلامیه کې د افغان سولې له ملاتړو هېوادونو په خبریالانو د حملو د غندنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید پر طالبانو فشار راوړل شي چې دا ډله په رسنیو له حملو لاس واخلي او د سولې په هر ډول توافق کې د بیان ازادي وساتي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل بیان کې د دې سازمان د مرستیالې پټریشیا ګاسمن له خولې د الیاس داعي وژل یو قصدي اعدام بللې

په همدې حال کې د کابل پرېس کلب د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان حکومت او د رسنیو له نړیوالو ملاتړو ټولنو غوښتنه کړې چې د ښاغلي داعي له کورنۍ سره دوامداره مرستې وکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې الیاس داعي د بیان د ازادۍ قربانی شوی افغان حکومت باید په دې قضیه کې دخیلي کړۍ پیدا او په اړه يې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د کابل پرېس کلب د اعلامیې په اساس چې افغان حکومت د وژل شویو خبریالانو د قاتلانو په موندلو او عدالت تامینولو کې پاتې راغلی او یواځې يې د دغه ډول قضیو په غندلو بسنه کړې ده.

دا په تېره اوونۍ کې دوهمه ورته پېښه ده چې خبریالان په کې وژل کېږي.

د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د طلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاوش په پلازمېنه کابل کې په ورته ماین چاودنه کې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG