د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د الیاس داعي وژنه؛ افغانستان کې ګڼ سفارتونه پرې خواشینې دي


د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي
د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو سفارتونو په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال پر هدفي وژنه خواشیني څرګنده کړې ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارزدافیر راس ویلسن پر خپله ټويټر پاڼه په دې اړه لیکلي:"زه د ازادي راډيو پر خبریال الیاس داعي وحشیانه حمله په سختو ټکو غندم. دا د رسینو پر ازادي یوه بله حمله ده. پر خبریالانو دا حملې باید ژر تر ژره ودریږي. زه د الیاس داعي کورنۍ او په ازادي راډيو کې د هغه همکارانو ته خپل تسلیت وړاندې کوم."

په کابل کې د برېتانیې سفارت د پنجشنبې (د لړم ۲۲مه) په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د الیاس داعي پر وژنه شوک شوي او سخت خواشیني دي.

دې سفارت په ټویټ کې زیاته کړې: "د الیاس داعي کورنۍ، ملګرو او هغو ټولو کسانو ته چې په دې پېښه کې اغېزمن شوي، تسلیت وړاندې کوو. افغان خبریالان باید په ازاده توګه او پرته د هدف ګرځېدو له بېرې خپل کار وکړای شي."

دغه سفارت همدا راز له افغان حکومته غوښتي چې د دې پېښې په اړه دې تحقیقات وکړي.

په کابل کې د جرمني سفارت هم پر خپله ټویټرپاڼه د الیاس داعي پر وژنه د هغه له کورنۍ او ملګرو سره د خواخوږۍ پیغام خپور کړی.

دغه سفارت لیکلي:"موږ شوک او غمجن یو. د ازادي راډيو پر خبریال الیاس داعي حمله د ډموکراټیکې ټولنې پر اساس یانې مطبوعاتو پر ازادۍ یوه بله حمله ده. زموږ دعاوې له غمجنو کورنیو سره دي."

د جرمني سفارت په خپل پيغام کې دا هم ویلي چې تاوتریخوالی باید ودریږي او اوس د سولې وخت را رسېدلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم په دې اړه پر ټويټر لیکلي چې ملګري ملتونه په هلمند کې پر خبریال الیاس داعي حمله په سختو ټکو غندي.

په ټویټ کې زیاته شوې: "ټول ملکیان باید خوندي شي. ټول افغانستان ازادو رسنیو ته اړتیا لري چېرته چې ټول خبریالان خوندي وي او قانون پلی وي."

همداراز د کاناډا سفارت هم پر خپله ټويټر پاڼه د الیاس داعي پر مړینه غمشریکي کړې.

دې سفارت وړاندې لیکلي دي: "د ازادي راډيو پر خبریال الیاس داعي بزدلانه حمله غندو او د زړه له کومي خپل تسلیت د هغه کورنۍ او ملګرو ته وړاندې کوو."

د کاناډا سفارت زیاته کړې، خبریالان د خلکو غږ پورته کوي. په افغانستان کې د رسنیو پر ازادي باید جوړجاړی ونه شي.

په کابل کې د ډنمارک سفارت هم دا غمیزه د نه منلو وړ بللې ده. دغه سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې دوهم خبریال دی چې وژل کېږي.

ډنمارک له افغان رسنیو او مطبوعاتو له ازادۍ سره خپل ملاتړ تکراروي.

د ازادي راډیو تکړه خبریال محمد الیاس داعي نن سهار په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG