د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

عربستان او اسراییل له امریکا سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا وغوښته


جوبایډن
جوبایډن

د نړۍ په هغو مشرانو کې چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ته یې مبارکي ورکړې د سعودي عربستان او اسراییل مشران هم ورزیات شول.

د اسرایل صدراعظم نتانیاهو له بایډن سره په نژدې څلویښتو کلونو کې د خپلو اوږدو او ښو اړیکو یادونه کړې او پر خپل ټویټر یې لیکلي: "زه تاسو د اسراییلو د یو ښه ملګري په توګه پیژنم."

نتنیاهو هیله څرګنده کړې چې د اسراییلو او امریکا ایتلاف به نور هم پیاوړی شي.

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د ولسمشر ټرمپ یو وفادار ملګری دی، هغه تر دې مخکې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې تر دې مهاله د اسراییلو تر ټولو پیاوړی متحد بللی دی.

نتنیاهو یو ټویټ کې د " ایران په وړاندې د درېدو " په شمول د هغو اقداماتو په خاطر چې د نتنیاهو په وینا یې د اسراییل ګټې مخکې کړي وې د ولسمشر ټرمپ مننه هم کړې ده.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

بایډن او مرستیالې هاریس ته یې، د سعودي عربستان له خوا د دې هیواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان چې له ټرمپ سره یې نژدې اړیکي لرلې هم د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.

سعودي عربستان د خلیج د سیمې وروستی هېواد دی چې بایډن ته مبارکي ورکوي.

بایډن ویلي چې له دې هیواد سره پر اړیکو به له سره غور وکړي.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس ویلي: "پاچا سلمان د دوو هیوادونو ( متحده ایالتونو او سعودي عربستان ) ترمنځ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ځانګړو، تاریخي او نږدې هغو اړیکو ستاینه کړې چې ټول یې په بېلابېلو کچو د پیاوړتیا او پراختیا په تمه دي. "

چین هم د بایډن د بریا په وړاندې عکس العمل کې ورو دی، خو د چین دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ په خپرو کړو سرمقالو کې ویلي چې دا اړیکې یو داسې حالت ته چې په ښه توګه د وړاندوینې وړ وي، ستنېدلی شي او پیل یې له سوداګرۍ کېدای شي.

د چین د دولت ملاتړ لرونکي ګلوبل ټایمز ورځپاڼې سربېره پرې دې چې منلې یې ده، ښايي متحده ایالتونه پر چین د شینجین او هانګ کانګ په څېر مسالو کې فشار کم نه کړي، خو ویلي یې دي پیکینګ باید د بایډن له ټیم سره د تفاهم لپاره تر خپل وسه کار وکړي.

د چین او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره ترینګلتیا زیاته شوه په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، ټیکنالوژيکي خوندیتوب او کرونا ویروس په مسالو کې چې له چین خپور شو.

د مسکیکو ولسمشر انډریس مانویل لوپیز اوبراډور ویلي، هغه به تر هغې صبر وکړي چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په وړاندې حقوقي ننګوونې هواري شي.

XS
SM
MD
LG