د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو یو شمېر خلک بې‌کاره کړل


آرشیف
آرشیف

په امریکا کې د ولسمشرۍ تاکنې او له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې.

د امریکا اوس‌مهالی ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم کاندید دی او ویلي چې په افغانستان کې خپل ټول ځواکونه به تر کرسمس پورې له دغه هېواده وباسي.

یو شمېر دغو ځواکونو چې خپلې اډې پرېښي او خپل هېواد ته ستانه شوي، ډېری افغانان ورسره وزګار شوي او یا یې هم کارونه بې‌خونده شوي دي.

د ننګرهار د هسکې مېنې په پوځي اډه کې چې یو وخت ګڼ شمېر امریکايي پوځیان مېشت وو، اوس د افغانستان سرحدي ځواکونه خپل عملیات تنظیموي. په دې سیمه کې مخکې له امریکایانو سره یو شمېر افغانان په کار بوخت و.

له دې نظامي اډې څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اوس ډېری دوی په کور ناست دي.

محمد ایوب او سید رحمان ولي یې په اړه وايي: "پخوا چې دلته امریکایان مېشت وو د خلکو کار ورسره ښه وو، خو اوس چې یې دا ځای پرېښی د خلکو کار بې‌خونده شوی، څوک ورسره کارکوونکي وو، څوک ورسره مستریان وو په ټوله کې د خلکو روزګار ورسره جوړ وو."

"شپږ میاشتې وړاندې چې بهرني ځواکونه دلته مېشت وو، زموږ د یو شمېر خلکو کار ورسره جوړ وو، څوک ورسره انجنیران وو، چا به اوبه وروړلې، خو کله چې له دې ځایه ووتل، نو ځیني کسان ورسره بې‌کاره شول."

د بګرام پوځي اډه هم د پخوا په څېر نه‌ده پاتې.

اوس د پخوا په څېر په زرګونه امریکايي سرتېري په دې اډه کې نه‌شته، بلکې هم‌یې د افغان کارکوونکو او هم‌یې د بهرنیو پوځیانو شمېر محدود شوی دی.

د بګرام هوايي اډه
د بګرام هوايي اډه

ازادي راډیو دلته یو شمېر داسې کسان پیدا کړل چې له امریکايي ځواکونو سره‌یې کار کاوه او له خپلې ګټې وټې راضي وو.

جان باز او احمد فیاض ازادي راډیو ته وویل: "ما د اوبو په برخه کې کار کاوه، بیا وروسته له کاره وایستل شوم، شپږ کاله مې کار وکړ له خپل کاره رازي وم."

"کله چې امریکایان کم شول زموږ بازار هم کم‌رنګه شو، اوس څوک مال هم نه‌اخلي په همدې خاطر، کله چې امریکایان زیات وو مال مو هم زیات وو."

نه‌یوازې په ننګرهار او پروان، بلکې د کندهار او هلمند په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ډېری هغه کسان چې له امریکایانو سره‌یې کار کاوه وايي، په تدریجي ډول د دوی په وتلو سره یا وزګاره شوي او یا یې هم د کار پخوانۍ خوند نه‌دی پاتې.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه

نږدې شپږ میاشتې وړاندې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته د همدې هوکړې پر بنسټ امریکايي ځواکونو په تدریجي ډول په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په کمولو پیل وکړ.

خپلې نظامي اډې له‌منځه یووړې او یا يې هم افغان ځواکونو ته سپارلي چې له امله‌یې ډېری افغانان بې‌کاره او یا یې هم کاروبار بې‌خونده شوی.

له دې وړاندې د اکټوبر په اتمه د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ويلي و، په افغانستان کې پاتې ټول ځواکونه تر کرسمس پورې له دغه هېواده وباسي.

اوس چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او ټرمپ په‌کې یو له نوماندانو څخه دی، د کارپوهانو په باور ټرمپ د کمپايني شعارونو پر بنسټ دغه خبره کړې و.

خو ولیدل شي چې نوموړی د بیا ځلي بریا په صورت کې په خپلې دې خبرې عمل کوي که څنګه؟

XS
SM
MD
LG