د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

امریکا او اروپا کې د کرونا ویروس پېښې بیا مخ پر لوړېدو روانې دي


 په امریکا کې په تېرو ۷ ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ د کرونا ۷۰ زره پېښې رامنځته شوي.
 په امریکا کې په تېرو ۷ ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ د کرونا ۷۰ زره پېښې رامنځته شوي.

په امریکا کې د کرونا ویروس د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر د تېر اوړي د ورځنیو شمېرو پرتله زیات شوی دی.

نن د اکتوبر په پنځه ویشتمه په امریکا او اروپا کې کرونا وبا خپل ځپونکي بهیر ته دوام ورکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان په همدې اونۍ کې وویل چې ورځنۍ پېښې به نورې هم زیاتې او خبرداری یې ورکړ چې په ملي او محلي کچو به روغتیایي سیستمونه تر فشار لاندې راشي.

د کرونا زیاتېدونکې پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې ځینو حکومتونه یې د مخنیوي لپاره نوي اقدامات او هڅې هم عملي کړي دي.

په امریکا کې په تېرو ۷ ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ د کرونا ۷۰ زره پېښې رامنځته شوي، دا ورځنۍ شمېرې د تېرې جولای میاشتې د ورځنیو شمېرو پرتله زیاتوالی ښيي.

د امریکا په ډېرو برخو کې دغه ویروس د پياوړتیا مزل وهي او همدې اکتوبر میاشته کې په منځني ډول هره ورځ اوه سوه کسان ترې مړه شوي دي.

تازه د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس د دفتر رييس په کرونا ویروس اخته شوی.

د پینس مطبوعاتي رييس پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د مرستیال ولسمشر مایک پنیس او د هغه د مېرمنې د کرونا ټېست منفي و.

له دې وړاندې هم په کرونا اخته شوي و چې تر درملنې وروسته بیرته روغ شول.

ولسمشر ډونالډ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ
ولسمشر ډونالډ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ

اروپا کې هم د کرونا ویروس دویمه څپه ګړندۍ روانه ده.

دغلته ځینو هېوادونو د ویروس د مخنیوی لپاره نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

ټاکل شوې اسپانیه د خبرداري نوی حالت اعلان کړي.

دغه هېواد کې د کورونا وبا یو میلیون پیښې رامنځته شوي، خو چارواکي یې وایي چې ممکن اصلي پېښې درې برابره زیاتې وي.

په چک جمهوریت کې چې اروپا کې تر ټولو ډېرې ورځنۍ مثبتې شمېرې لري، پرون نږدې ۱۲ نیم زره نوې پېښې رامنځته شوې.

دغلته د ټولو پېښو شمېر له دوه نیم لکو اوښتی چې دغو کې نږدې ۱۵۴ زره فعالې پېښې دي.

XS
SM
MD
LG