د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

په ملبورن کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله لګول شوي محدویتونه راکمېږي


په ملبورن کې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره ۱۰۰ ورځنی محدودیت لګول شوی و.
په ملبورن کې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره ۱۰۰ ورځنی محدودیت لګول شوی و.

د اسټرالیا په دویم لوی ښار ملبورن کې چارواکو نن د محدودیتونو د کمولو اعلان وروسته تر دې وکړ، چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې په کمېدو شوې.

په ملبورن کې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره ۱۰۰ ورځنی محدودیت لګول شوی و، خو اوس خلک کولای شي د مجازو فعالیتونو لپاره دوه ساعته دباندې تېر کړي.

چارواکو هغو کسانو ته له نورو د جسمي فاصلې سپارښتنه کړې، چې له خپلو کورونو ۲۵ کیلومتره لیرې فعالیتونه کوي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږدېرش میلیونو ته نږدې شوی او په دې ویروس تر یو ملیون او یو لکو ډېر کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG