د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

ارمنستان او اذربایجان یو او بل د اوربند پر ماتولو تورن کړل


د اذربایجان د دفاع وزارت وویل چې د ارمنستان ځواکونو د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې توپونه او هاوانونه توغولي دي.
د اذربایجان د دفاع وزارت وویل چې د ارمنستان ځواکونو د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې توپونه او هاوانونه توغولي دي.

ارمنستان او اذربایجان یو پر بل د تازه اعلان شوي اوربند د ماتولو تور پورې کوي.

دغه اوربند د لنډ وخت لپاره تېره شپه دولس بجې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا اعلان شو.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي، نن سهار وختي د دوی په ټکو د دښمن له خوا ورباندې د توغندیونو او توپونو ګزارونه شوي دي.

له دې ادعا لږ وروسته د اذربایجان د دفاع وزارت وویل چې د ارمنستان ځواکونو د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې توپونه او هاوانونه توغولي دي.

دا ادعاوې یوازې څو ساعته وروسته له هغه کېږي چې دغو دواړو هېوادونو د نګورنو قره باغ پر سر د پیل شوې جګړې لنډمهاله اوربند باندې سلا وکړه.

د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون ناوخته جلا جلا اعلامیو کې وویل چې له تېرې شپې ۱۲ بجو وروسته به لنډمهاله اوربند کېږي.

دغه اوربند د هغې اعلامیې له مخې شوی چې د همدې میاشتې په پيل کې د فرانسې، امریکا او روسیې ولسمشرانو صادره کړې وه.

فرانسه، روسیه او امریکا د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د منسک د ډلې غړي دي او دغه سیاسي نوښت هڅه کوي چې د اذربایجان او ارمنستان شخړه هواره کړي.

دا شخړه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۸ کال کې پیل شوه، هغه مهال چې پخوانی شوروي اتحاد د ټوټه کېدو خواته روان و.

د نګورنو قره باغ سیمې پر سر تازه شخړه کې چې شاوخوا درې اونۍ مخکې پیل شوې، تراوسه لږ تر لږه ۶۰۰ امنیتي ځواکونه او ملکیان وژل شوي دي.

دا له ۱۹۹۴ کال راهیسې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند اعلان شوی و، تر ټولو بده او خونړۍ جګړه بلل کېږي.

نګورنو قره باغ یوه غرنۍ سیمه ده چې نړیوال یې په رسمي ډول د اذربایجان یوه برخه بولي، خو له ۱۹۹۴ کال راهیسې د ارمنستان یوه قومي ډله چې د حکومت ملاتړ له ځان سره لري، پر دې سیمې کنټرول لري.

داسې وېره شته چې د اذربایجان او ارمنستان دغه تازه شخړه به د سیمې پیاوړي هېوادونه لکه روسیه او ترکیه هم ځان سره ښکېل کړي.

ترکیه د اذربایجان نږدې متحده ده او روسیه بیا د ډله ییز امنیت په هغه تړون کې لوی واک لري چې ارمنستان یې هم غړی دی.

ارمنستان پر ترکیې تور پورې کوي چې اذربایجان پوځي اقداماتو ته هڅوي چې د جګړې له لارې د لسیزو اوږده لانجه پای ته ورسوي خو تراوسه یې د خپلې ادعا ثبوت نه دی وړاندې کړی.

تېره اونۍ هم دواړو هېوادونو اوربند اعلان کړ، خو وروسته یې یو پر بل د سرغړونو تورونه پورې کړل.

XS
SM
MD
LG