د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

ارمنستان ته د علییف خبرداری؛ د نګورنو قره‌باغ د لانجې حل لپاره وروستی چانس لرئ


د اذربایجان ولسمشر الهام علییف
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف

د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف خبرداری ورکوي چې د نګورنو قره‌باغ د لانجې د حل لپاره ارمنستان ته وروستی چانس ورکوي، کنه د ده هېواد به، که په سوله وي که په جګړه دا بېلتون‌پاله سیمه بېرته خپلوي.

الهام علیف په عین حال کې له نورو هېوادونو غوښتي چې ځانونه دې د نګورنو قره‌باغ په لانجه کې نه‌ښکېلوي.

علییف پرون د اکټوبر په نهمه ولس ته په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، باکو ارمنستان ته د دې لانجې د سوله‌ییز حل فرصت ورکوي کنه دی ارمنستان ته د هېڅ راز امتیاز ورکول نه‌غواړي.

الهام علییف د ټلوېزیوني وینا پر مهال
الهام علییف د ټلوېزیوني وینا پر مهال

ولسمشر علییف دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې په نګورنو قره‌باغ او شاوخوا سیمو کې یې له نږدې دوو اوونیو جګړو وروسته دواړو هېوادونو پرون د اکټوبر په نهمه د لومړي ځل لپاره د لوړې کچې خبرې پیل کړې.

علییف وویل چې په تېرو درېیو لسیزو کې د نړیوالو په منځګړیتوب په خبرو کې ډېر لږ پرمختګ هم ونه‌شو او زیاته‌یې کړه چې دا لانجه به اوس په جګړه حل کېږي، خو سیاسي حل لاره به له دې وروسته راځي.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته نګورنو قره‌باغ د اذربایجان د قلمرو د یوې برخې په توګه په رسمیت وپېژندل شو، خو د ۱۹۹۴ کال له اوربند وروسته چې په نتیجه کې یې جګړه پای ته ورسېده عملاً د دې سیمې اداره د هغو ارمني ټبره ځواکونو په لاس کې ده چې ایروان‌یې ملاتړ کوي.

د اذربایجان ولسمشر ټینګار وکړ چې هېواد به‌یې له نیول شویو سیمو یو ګام هم په شا نه‌شي.

الهام علییف پرون جمعه له «CNN» ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې له نورو هېوادونو وغوښتل چې د نګورنو قره‌باغ په لانجه کې دې ځانونه نه‌ښکېلوي څو د دې جګړې لمن پراخه نه‌شي.

دی زیاتوي: "دا جګړه باید لویې سیمې ته ونه‌غځېږي. زه پر هېوادونو غږ کوم چې له روانو حالاتو ځانونه لیرې وساتي. د ارمنستان هڅه چې غواړي دا لانجه نړیواله کړي د ګټې پر ځای زیان اړوي او د ډېرو هېوادونو لپاره خطرناکه ده. ارمنستان باید په دې پوه شي چې اشغال د تل لپاره دوام نه‌شي کولای."

علییف دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران له خپل روس سیال سرګي لاوروف سره د روسیې په منځګړیتوب خبرو کې ګډون ته چمتو شوي دي.

د اذربایجان او ارمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لیدنه
د اذربایجان او ارمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون پر فېس‌بوک د درې واړو وزیرانو ګډ تصویر پوست کړ او ورسره ویې‌لیکل چې غونډه پیل شوه.

XS
SM
MD
LG