د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • د ټایمز اف اینډیا

د ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې هند ته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر پر پنځه ورځني سفر لیکنه خپره کړې ده.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ نوي ډیلي ته ولاړ.

ده په ټویټر کې لیکلي دي چې دی به د دې سفر په ترڅ کې پر افغان سوله له هندي چارواکو سره وغږېږي.

ټایمز اف اینډیا لیکي، ښاغلي عبدالله ته د هند حکومت د سفر رسمي بلنه ورکړې ده څو د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

دا هند ته د افغانستان د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د عبدالله عبدالله لومړی رسمي سفر دی.

نوی ډیلی په افغان سوله کې د پاکستان نقش ته اندېښمن دی.

ټایمز اف ایڼډیا لیکي چې عبدالله عبدالله تېره اونۍ پاکستان ته تللی و او د پاکستان له چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې کړې وې.

ورځپاڼه لیکي، دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان حکومت او طالبان په قطر کې په خبرو بوخت دي او هڅه کوي چې د سولې یوې موافقې ته ورسېږي.

ورځپاڼه بیا لیکي چې د سولې دا خبرې د سپټمبر په دولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر د ویډیو کنفرانس له لارې برخه پکې واخیسته او ویې ویل چې دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي او په کې د اقلیتونو او ښځو حقونه ضایع نه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي و چې کله هم باید د افغانستان له خاورې د هند پرضد د فعالیتونو لپاره استفاده ونه شي.

عبدالله عبدالله د هند د سفر په درشل کې وویل چې هند د افغانستان ستراتیژيک همکار دی او په دومدار شکل یې د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی دی.

د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته هند د څه باندې دوه میلیارډه ډالرو په ارزښت مرستې له افغانستان سره کړې دي او دا مرستې یوازې د بیارغونې په برخه کې نه دی حتی د لوبو په ډګر کې هند افغان کرکټ لوبغاړو ته په خپل هېواد کې لوبغالی ورکړی دی چې هلته افغان لوبغاړي له بهرنیو هیوادو سره مسابقې کوي.

  • نیو انډین ایکسپریس

د کرکټ په اړه د هند بلې ورځپاڼې د نیو انډین ایکسپریس د نهه ویشت کلن افغان لوبغاړي نجیب تره کي پر مړینه لیکنه خپره کړې ده.

نجیب تره کی د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی پرون وفات شو.

دی تیره اونۍ په جلال اباد کې د موټر د ټکر په پېښه کې ټپي شوی و.

نجیب تره کي چې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ۱۳ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړې وې په ۱۲ شل اوره لوبو کې یې برخه اخیستې وه.

ورځپاڼه لیکي چې نجیب تره کي د ایرلنډ په مقابل کې د نویډا سپورټس په کمپلیکس کې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۲۴ یوه ورځنۍ لوبه کړې وه.

  • کرکټر

د کرکټر خپرونې هم پر همدې موضوع لیکنه کړې ده او د نجیب تره کي وروستۍ لوبې ته یې اشاره کړې ده چې د میس عینک لوبډلې لپاره یې په شپږیزه کې ۳۲ منډې جوړې کړې خو دې ټیم دا لوبه د کابل بازانو ته بایلوده.

XS
SM
MD
LG