د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د نشنل: امریکا له عراق او افغانستانه نور ځواکونه باسي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • د نشنل

امریکا له عراق او افغانستانه نور ځواکونه باسي. په دې موضوع دې نشنل ورځپاڼې لیکنه خپره کړې ده.

امریکا حاضر دمه په عراق کې ۵ زره سرتېري لري. په دغه هېواد کې د امریکا د متحدانو د ځواکونو شمېر دوه نیمو زرو ته رسېږي.

ورځپاڼې لیکلي، یوه جګپوړي امریکايي چارواکي وویل، ولسمشر ډونالد ټرمپ به د نورو ځواکونو د ایستلو پلانونه اعلان کړي.

د نشنل د دغه امریکايي چارواکي نوم نه‌دی ښوولی.

د نشنل ورځپاڼې په نظر ولسمشر ټرمپ غواړي خلکو ته ووايي چې خپله هغه ژمنه‌یې عملي کړې چې تر انتخاباتو وړاندې یې کړې وه. په عراق کې امریکايي پوځیان د داعش پر ضد په مبارزه بوخت دي، خو تېر کال پر امریکايي پوځیانو ډېرې حملې د هغو ملېشو له لوري وشوې چې ګومان کېږي د ایران له ملاتړه برخمنې دي.

ورځپاڼه وايي، له عراقه د ځواکونو د ایستلو له اعلانه وروسته به ولسمشر ټرمپ په راتلونکو ورځو کې له افغانستانه د زرګونه پوځیانو د ایستلو پلان اعلان کړي. اوس په افغانستان کې ۸،۶۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

دا هغه شمېر دی چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس ټاکل شوی و.

د نشنل ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشر ټرمپ غواړي چې په نومبر کې د امریکا تر انتخاباتو پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر نږدې ۴ زرو ته راکم کړي. امنسټي انټرنشنل یا د بخښنې نړیوالې ډلې د افغانستان د سولې په تړاو لیکلي چې د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې باید د قربانیانو غږ واورېدل شي.

  • امنسټي انټرنشنل

امنسټي انټرنشنل لیکلي، د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې په خبرو کې دې نه‌یوازې د جګړې د قربانیانو خبرې واورېدل شي، بلکې د عدالت لپاره دې د دوی غوښتنو ته پام واړول شي.

دې ډلې د قطر په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو په درشل کې پر مذاکره کوونکو ډلو او کوربنو غږ کړی چې په دې خبرو کې د ښځو ګډون یقیني کړي څو د هرې موافقې په پای کې د هغوی د حقونو خوندیتوب تضمین شي.

امنسټي انټرنشنل وايي، هېڅوک د عادي افغانانو په شان د سولې غوښتونکي نه‌دي ځکه چې په دې اوږده جګړه کې خورا ډېر ځورېدلي دي.

خو په هره سوله کې په کار ده چې د عدالت د تطبیق لپاره به د قربانیانو حق په ځای کېږي او د بشري حقونو د جدي سرغړونو محاسبه به کېږي.

XS
SM
MD
LG