د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

اذربایجان او ارمنستان نن پر یو بل د توغندیو ډزې وکړې


نګورنو قره‌باغ کې ویجاړ شوی کور
نګورنو قره‌باغ کې ویجاړ شوی کور

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په لانجمنه نګورنو قره‌باغ سیمه کې د جګړې په دوام نن دواړو خواوو پر یو بل د توغندیو ډزې وکړې.

د جنوبي قفقاز د دې دوو هېوادونو ترمنځ جګړې یوه اوونۍ مخکې پیل شوه.

اذربایجان وايي چې د دې هېواد پر لوېدیځ ښار ګنجه توغندي ویشتل شوي او د ارمنستان دفاع وزارت ویلي چې اذربایجاني ځواکونه په نګورنو قره‌باغ کې پر ملکي اهدافو د توغندیو ډزې کوي.

د اذربایجان دفاع وزارت نن یکشنبه په یوه بیان کې وویل ارمني ځواکونو د دې هېواد پر دوهم لوی ښار ګنجه چې څه باندې ۳۳۰ زره وګړي لري برید کړی. په هغو بیانونو کې چې د دې وزارت پر ويبپاڼه خپاره شوي راغلي چې د ګنجه، تېرتېر «Terter» او ګورادیز «Goradiz» ښارونو کې د ملکي وګړو د استوګنې سیمې د هاوانونو او توغندیو په ډزو په نښه شوي دي.

د اذربایجان دفاع وزارت ودانۍ
د اذربایجان دفاع وزارت ودانۍ

ارمنستان دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د اذربایجان پر لور د دې هېواد له‌خوا مستقیمې ډزې نه‌دي شوي، خو د نګورنو قره‌باغ د بېلتون‌پالې سیمې مشر تأیید کړې چې د ده تر امر لاندې ځواکونو د اذربایجان په لوېدیځ ښار ګنجه کې یوه پوځي هوايي اډه ویجاړه کړې ده.

د ازادي راډیو اذري څانګې د آذربایجان د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دې حملو پر وړاندې لازم ځوابي اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي دي. دفاع وزارت نه‌دي ویلي چې دا اقدامات کوم دي، خو ژورنالېستانو د جګړې له ډګر څخه راپور ورکړی دی چې د نګورنو قره‌باغ په لوی ښار ستيپانکېرت کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې اذربایجاني ځواکونه په ستیپانکېرت کې پر ملکي اهدافو ډزې کوي. هووانیسیان مخکې پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي و چې پر ستیپانکېرت د پولونېز او سمیرښ توغندیو خورا زیاتې ډزې شوې دي او ګواښ‌یې کړی و چې د اذربایجان ښارونه به هم په انتقامي حملو کې په نښه شي. هغه له ملکي وګړو غوښتي وو چې له سیمې ووځي.

ارڅرون هووانیسیان
ارڅرون هووانیسیان

د اذربایجان دفاع وزیر ذاکر حسنوف نن وویل چې د ده د هېواد پر قلمرو د ارمنستان توغندويي برید د جګړې د ساحې د ډګر د پراخولو لپاره یو ښکاره پاروونکی اقدام دی. هغه زیاته کړه چې اذربایجان هم ځوابي اقدام کړی دی.

نګورنو قره‌باغ د اذربایجان د قلمرو په توګه په رسمیت پېژندل شوی، خو دا سیمه ارمن ټبره بېلتون‌پال چې له ایروان سره نږدې اړیکي لري اداره کوي. پر دې غرنۍ سیمه د اذربایجان او ارمنستان لانجه د ۱۹۹۱م کال په ډسمبر کې د شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته پیل شوه او هغه مهال د دوی ترمنځ جګړه چې شااوخوا ۳۰ زره کسان په‌کې ووژل شول په ۱۹۹۴ کال کې پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG