د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د جګړې ۴مه ورځ؛ لسګونه کسان وژل شوي


په ۱۹۹۴ کال کې اذربایجان او ارمنستان اوربند کړی و، له هغه راوروسته دا تر ټولو درنه جګړه ده.
په ۱۹۹۴ کال کې اذربایجان او ارمنستان اوربند کړی و، له هغه راوروسته دا تر ټولو درنه جګړه ده.

په لسګونه کسان د ملکیانو په ګډون د تېرو څلورو ورځو جګړو په ترڅ کې وژل شوي او سلګونه نور تپیان شوِ دي.

دواړو لورو له بې‌پیلوټه الوتکو، ټانکونو، هلیکوپټرو او مختلفو توغندیو په دې جګړه کې کار اخیستی دی.

په ۱۹۹۴ کال کې اذربایجان او ارمنستان اوربند کړی و، له هغه راوروسته دا تر ټولو درنه جګړه ده.

دواړو لورو پرون د پولې پر اوږدو د بریدونو خبر ورکړ. روسیه له ارمنستان سره امنیتي تړون لري او دا وېره شته چې دا هېواد دې جګړې ته راکاږل شي. ترکیې بیا ویلي دي چې په دې جګړه کې به له اذربایجان څخه کلکه دفاع وکړي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د جګرې له امله اوښتي زیانونه
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د جګرې له امله اوښتي زیانونه

د دې اندېښنو په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د داسې راپورونو یادونه کړې ده چې وسله‌وال له سوریې او لیبیا څخه نګورنو قره‌باغ ته استول شوي دي.

په تېرو ورځو کې په دې اړه ناتأیید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې ترکیې له سوریې څخه د اذربایجان په ملاتړ وسله‌وال دغه هېواد ته لېږلي دي.

د اذربایجان دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، سخته جګړه روانه ده او د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې پوځي عملیات ادامه لري.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند شوشان ستیپانیان په فېس‌بوک کې لیکلي دي چې په نګورنو قره‌باغ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د توپخانې ډزې روانې دي.

روسیې او لوېدیځو هېوادونو له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې ده، مسکو له انقرې غوښتي چې دواړه لوري اوربند او ډیپلوماسۍ ته وهڅوي.

جرمني هم پر اوربند ټینګار کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون په برلین کې خبریالانو ته وویل: "ټولې نښتې، په ځانګړي ډول پر کلیو او ښارونو دې ډزې سمدستي ودرېږي. ټول اړخونه باید سمدستي د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په مشرۍ خبرو ته چمتو شي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ته بلنه ورکړې ده، خو دا معلومه نه‌ده چې دغو لورو دا بلنه منلې ده که نه‌ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نګورنو قره‌باغ کې جګړه غندلې ده او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش د دې غوښتنې ملاتړ یې کړی دی چې سمدستي دې اوربند وشي او خبرې دې پیل شي.

د اذربایجان او ارمنستان ولسمشرانو د روسیې له دولتي ټلوېزیون سره د مرکو پر مهال پر یوه بل تور پورې کړی دی چې د مذاکراتو مخه‌یې نیولې ده.

نګورنو قره‌باغ یوه غرنۍ سیمه ده چې له ځنګلونو ډکه ده او د اذربایجان تر واک لاندې ده چې اکثر اوسېدونکي یې ارمنیان دي.

XS
SM
MD
LG